نړۍ

لیز تراس د بریتانیا د لومړۍ وزیرې په توګه خپل کار پيل کړ

له څو اوونۍ سختې او کړکېچنې سیالۍ وروسته، لیز تراس د بریتانیا د لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شوه او نن یې د بوریس جانسن پر ځای په رسمي ډول خپل کار پيل کړل.

ښاغلي جانسن سه شنبه سهار خپله وروستۍ وینا وکړه او خپل مسوولیتونه یې ځای ناستې ته وسپارل.

هغه له دې وینا وروسته سکاټلنډ ته روان شو او خپله استعفا یې د بریتانیا ملکې ته ورکړه.

د محافظه کارو ګوند په ټاکنو کې چې د بریتانیا د لومړي وزیر د ټاکلو لپاره وې د محافظه کارانو ګوند له ۱۷۲ زره استازو په دې اړه پوښتنه وشوه چې ۸۲.۶ سلنه یې وتوانېدل په ټاکلې وخت خپلې رایې ثبت کړي.

تراس د دوشنبې پر ورځ وویل: «موږ به د انرژۍ له ناورین سره مبارزه وکړو، د مالیاتو د کموالي پروګرام به معرفي کړو او پر خپلو ژمنو به عمل وکړو.»

«لیز تراس» چې پوره نوم یې «مري الیزابټ تراس» دی د ۱۹۷۵ کال د جولای پر ۲۶ د انګلستان په اکسفورډ کې نړۍ ته راغلې. د هغه ګوند پرخلاف چې ریاست ته پکې رسېدلې د اغلې تراس پلار په لیډز پوهنتون کې د ریاضي استاد او مور یې روغتیاپاله، ښوونکې او د اټومي وسلو د له منځه وړو کمپاین فعاله وه او دوه کیڼپال وو.

په ۱۹۹۳ کال کې تراس د اکسفورډ مرټون پوهنتون ته ولاړه او هلته یې سیاست، فلسفه او اقتصاد زده کړل. دلته وو چې په فعاله توګه په سیاست کې ښکېله شوه او د پوهنتون د ډیموکراتانو لیبرال د رییسې په توګه وټاکل شوه. هغه په ۱۹۹۳ کال داسې حال چې ۱۹ کلنه وه د لیبرال دیموکراتانو ګوند په کنفرانس کې یې وینا وکړه او په هغه کې یې له یوې طرحې ملاتړ وکړ چې د بریتانیا د شاهي دولت د لغوې غوښتونکې وه.

د ۲۰۲۲ کال په جولای کې هغه مهال چې د رسوایي ټولګې (په ځانګړې توګه «پارټي ګېټ») جانسن د محافظه کارو ګوند له مشرۍ استعفا ته اړ کړ، تراس د نوماندانو په منځ کې د لومړۍ وزیرې او د ګوند د مشرې په توګه وټاکل شوه. کم شمېر څارونکو د هغې پر ځان غوښتنې شک درلود؛ خو ځینو کارپوهانو او سیاستوالو دا پوښتنه مطرح کړه چې ایا هغه کولای شي د ګوند د مشرۍ د بریالیتوب لپاره له نورو سره مبارزه وکړي یا نه؟ هغه چې د (د بوریس جانسن د سیاستونو د دوام نوماندې) په توګه ګڼل کېده کرار کرار بریالۍ شوه له دوو نورو نوماندانو، د سوداګرۍ له وزیر «پني مورډانت» او د مالیې له پخواني وزیر «ریشي سوناک» څخه مخکې شي او د دوو وروستیو نوماندانو چې نومونه یې د ګوند د ټولو غړو له خوا رایې ته وړاندې شوي وو، وټاکل شي.

لیز تراس د دوشنبې پر ورځ په رسمي توګه د محافظه کارو ګوند مشري او همدارنګه د بریتانیا لومړی وزارت ترلاسه کړ. هغه له تاچر او مي وروسته درېیمه ښځه صدراعظمه ده.