افغانستان

د فهیم دشتي د کورنۍ له خوا له خبریالانو د ملاتړ بنسټ رامنځته کول

د مقاومت جبهې د خبریال او ویاند فهیم دشتي له وژل کېدو یو کال وروسته د ښاغلي دشتي مېرمن د هغه په نوم یو بنسټ رامنځته کړی چې موخه یې له خبریالانو ملاتړ ده.

اغلې سیاره دشتي وایي چې د دشتي یوه هیله دا وه چې له خبریالانو سره مرسته وکړي او هغې له دې کار سره وغوښتل د ده یوه هیله پوره کړي.

د خبریالانو ملي ټولنې پخوانی رییس او د مقاومت جبهې ویاند محمد فهیم دشتي یو کال مخکې په پنجشېر کې ووژل شو.

د دشتي د کورنۍ غړو هغه یو ارام انسان ګڼلی او ټینګار کوي چې هغه د کورنۍ په غړو کې د چا په کار کې کار نه درلود.

د فهیم دشتي مېرمن سیارې دشتي له آمو تلویزیون سره په خبرواترو کې وویل چې هغه له کورنۍ سره په چلند کې مهربان، نرم خوی او ارام و.

هغه ټینګار کوي چې په ګڼو مواردو کې د کورنۍ غړي او دا خپله له ښاغلي دشتي سره موافق نه وو؛ خو دشتي په پوره نرمۍ سره خپلې مبارزې ته دوام ورکړی دی.

اغلې دشتي وویل چې د طالبانو له خوا د واک له نیولو وروسته د دویم مقاومت تر نوم لاندې د یوه بهیر له پیل سره هغه له ښاغلي دشتي او ورور یې عبدالودود ذره سره پنجشېر ته ولاړل او دا یې له خاوند او ورور سره وروستۍ لیدنه وه.

سیارې دشتي وویل: «هر پلار د خپل اولاد لپاره ښې هیلې لري؛ خو دشتي خپل ټولې هيلې آمرصاحب (احمدشاه مسعود) ته وقف کړې وې.»

رییس نه، ملګری و

په دې لړ کې د هغه ملګري او همکاران هغه یو ښه شخصیت او ملګری ګڼي.

د افغانستان د خبریالانو ملي ټولنې اجرایي رییس احمد شعیب فنا او د هغه لس کلني همکاران وایي چې دشتي د خپلو همکارانو لپاره رییس نه ملګری و.

هغه دوام کې ټینګار کوي چې ښاغلی دشتي د خپل ژوند په وروستیو دوو لسیزو کې خپلې ټولې هڅې د بیان ازادۍ او د انساني حقونو لپاره ترسره کړې او په همدې لار کې یې ژوند له لاسه ورکړ.

ښاغلي فنا وویل: «داسې احساس نه کېده چې ښاغلي دشتي د کارکوونکو مسوول دی؛ بلکې داسې فکر کېده چې د ټولو ملګری دی او له همدې امله کله چې ښاغلی دشتي شهید شو، ټول همکاران ویرجن شول او نن یو کال وروسته وینو چې د افغانستان یو لوی قشر د هغه په وير ناست دي.»

د فساد سخت مخالف

په دې لړ کې د هغه یو شمېر نور همکاران هغه د خبریالۍ او د افغانستان د ازادو رسنیو مدافع څېره بولي او ټینګار کوي چې د هېواد په چاپي رسنیو کې یې د لومړي ځل لپاره د رسنیز نقد بنسټ اېښی دی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې رییس او د دشتي نږدې ملګری صدیق‌‌الله توحیدي د پورته خبرو ترڅنګ ټینګار کوي چې فهیم دشتي فساد نه منونکی او څرګند سړی و.

ښاغلی توحیدي وایي چې دشتي د افغانستان د رسنیو قوانینو په لار کې ډېر کارونه کړي دي او زیاتوي: «له دې جلمې د ټولیزو رسنیو قانون څلور ځله تعدیل شو، د ټولیزو رسنیو کړنلاره او د تاسیس قانون او په افغانستان کې د خبریالۍ اخلاقو تر نوم لاندې یې یو متن برابر کړ چې وروسته د ژورنالیستان فدراسیون او د افغانستان د رسنیو بنسټ د تایید وړ وګرځېد او رسنیو ځان د هغوی رعایت ته مکلف وباله.»

د ښاغلي دشتي له وژل کېدو وروسته د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود پر خپله انسټاګرامپاڼه لیکلي و چې ښاغلی دشتي د ازادۍ لپاره په مبارزه او له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی او ټینګار یې کړی و: «هغه ځوان چې پر احمد شاه مسعود په برید کې یې سترګه زیانمنه شوې وه د پنجشېر په بله جګړه کې یې ژوند له لاسه ورکړ.»

دشتي څوک و؟

فهیم دشتي د ۱۳۵۱ هجري ـ لمریز په ژمي کې د پنجشېر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې نړۍ ته راغۍ. هغه د لیسې دوره په استقلال ښوونځي کې تېره کړه او په ۱۳۷۰ کال کې یې د کابل پوهنتون په حقوق او سیاسي علومو برخه کې زړه کړې پیل کړې.

هغه په ۱۳۷۱ کال کې «د کابل اوونۍپاڼې» په نوم یوه مجله کې چې د احمد شاه مسعود له خوا یې بنسټ اېښودل شوی و د رسنیو نړۍ ته دننه شو.

دشتي له ۱۳۸۰ کال راهیسې له څه د پاسه یوې لسیزې جګړې وروسته د طالبانو د لومړۍ دورې له سقوط سره د کابل اوونۍ پاڼې مدیریت پرغاړه واخیست او د یو شمېر رسنیزو فعالانو په وینا، د هغه تر مدیریت لاندې دغې مجلې ډېر پرمختګ وکړ.

دشتي د ۱۳۸۰ لمریز کال د وږي پر ۱۸ چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له ۹ سره سمون خوري په یوه برید کې چې احمد شاه مسعود پکې ووژل شو، د سترګې له ناحیې ټپي شو.

په دې لړ کې، د هغه له فعالیتونو خبریالي، د بیان له ازادۍ دفاع، د افغانستان د خبریالانو ټولنې ریاست، سیاسي کارپوه او د مقاومت جبهې ویاندي یادولای شو.

فهیم دشي له سیارې دشتي سره واده کړی و او د مروه، یوسف او ادریس په نومونو درې اولادونه یې لرل.

هغه د جمهوري نظام له سقوط او د طالبانو له واکمنېدو سره، د مقاومت جبهې د ویاند په توګه کار پیل کړ او د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر پر ۵ د طالبانو له خوا د پنجشېر له سقوط وروسته په دغه ولایت کې ووژل شو.