روغتیا

کندهار کې يو ځل بيا کووېدـ ۱۹ ناروغي زياته شوې ده

دا د کندهار د عېنو مينې د کورونا ۳۵۰ بستريز روغتون کې د کورونا ناروغۍ له امله تازه بستر شوي ناروغان دي.

په دوی کې ځوانان، سپين ږیري او مېرمني هم شاملې دي، چې د نازک روغتيائي وضعیت له امله اوس تر روغتيایي څارنې لاندې دي.

د کندهار د کورونا ناروغانو درملنې د ځانګړي روغتون ډاکتران وایي چې ځل په کورونا د اخته کسانو په منځ کې د ځوانان شمېر هم زيات دی.

ددغه روغتون يو ډاکتر عبدالباقي پنا وایي: «موږ ته په OPD کي برخه کې زيات شمېر ناروغان په ورځيني ډول مراجعه کوي، چې ډېری یې د کورونا علايم لري، ددې ترڅنګ د بستر کورونا ناروغانو شمېر هم زيات شوی، چې ځوانان پکې ډېر دي.»

په سويلي حوزه کې د کورونا د بیړني مرکز رییس ډاکتر جناح ابراهيمي وایي، په کندهار کې له ځنډ وروسته يو ځل بيا په کورونا د اخته کسانو شمېر د زياتېدو په حال کې دی.

ابراهيمي وایي چې يوازې له تېرو څو اوونيو راهيسي ۱۶ تنه په کورونا اخته ناروغان له دوی سره بستر شوي، خو په خبره يې د هغو ناروغانو شمېر هم لسګونو ته رسېږي، چې د کورونا عادي نښې لري او د درملنې په موخه په ورځني ډول دوی ته مراجعه کوي.

نوموړی زیاتوي: «په کندهار کې له تېرو درېیو اوونيو راهیسي يو ځل بيا د کووېډـ ۱۹ ناروغي زياته شوې او زيات کسان پرې اخته کېږي، لامل يې د روغتيایي سپارښتنو نه مراعتول دي، خو موږ د ناروغانو د درملنې لپاره پوره چمتوالي لرو.»

که څه هم په کورونا اخته کسان ددې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د روغتيائي سپارښتونو د مراعاتولو غوښتنه کوي، خو په کندهار کې د کورونا واکسين د پيل شوي کمپاين غړي بيا له خلکو غواړي، چې له کورونا څخه د ځان ژغورنې لپاره د کورونا واکسین حتمي ولګوي.

د روغتيائي مسوولینو د معلوماتو له مخې په کندهار کې، له تېر يوه کال راهيسي د کورونا له درې زره زياتې مثبتي پېښي ثبت شوې، چې له امله یې ۵۷ تنو ژوند هم له لاسه ورکړی.

مسئولين وایي د کورونا وبا له پيل راهیسې يې په کندهار کې ولایت کې ۴۶۶ زره دوزه د کورونا ضد واکسين عملي کړي او لا هم ۱۷۶۰۰ ډوزه د کورونا واکسين په واک کې لري.