افغانستان

د سمنګان په لیرې پرتو کلیو کې د روغتیایي مرکزونو جوړېدل

ټاکل شوې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه د سمنګان ولایت د لیرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته ۲۳ روغتیایي مرکزونه جوړ کړي او د اومېندواره مېرمنو لپاره په نسایي ولادي برخه کې د وړیا درملنې زمینه برابره کړي.

د دغې کمېټې مسوولان وایي چې د سمنګان ولایت له شپږو لیرې پرتو ولسوالیو څخه یې ۲۱ ځوانې مېرمنې ټاکلې او په ایبک ښار کې یې هغوی ته د قابلګۍ د زده کړې زمینه ورته برابره کړې ده.

سمنګان ولایت کې د سویډن کمېټې مسوول سمیع طیب آمو ته وایي چې د روغتیایي مرکزونو د جوړولو چارې په دره صوف بالا، دره صوف پایین، روی و دواب، خرم و سارباغ او حضرت سلطان ولسوالیو کې پيل شوې او ۵۰ سلنه ودانیز کارونه یې مخته تللي دي.

سمنګان کې د سویډن کمېټې د قابله ګۍ پروګروامونو همغږۍ کوونکې شریفه امیري وايي، چې دغه ښځې له فارغېدو وروسته د دې کمېټې په همکارۍ د سیمې ښځو لپاره په وړیا توګه د خدماتو زمینه برابروي.

هغه په دوام کې زیاته کړه چې د روغتیاپالو مېرمنو لپاره مرکزونه جوړېږي چې څلور خونې لري او دوې خونې یې د هغوی د ژوند کولو او دوې نورې یې د روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو لپاره دي.

د دغې موسسې یو شمېر زده کوونکې په خپلو کلیو کې د ژوندانه ستونزو او ننګونو په اړه وایي چې مجبورې دي د درملنې لپاره ساعتونه مزل وکړي ترڅو روغتیایي مرکزونو ته ورسېږي.

د دغې کمېټې دوې زده کوونکې ناظمه او فروزان وایي چې د روغتیایي مرکزونو د لیرې والي له امله یې ډېرو خپلوانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سمنګان یوې اوسېدونکې مرضیې وویل: «روغتیایي مرکز له موږ سره پنځه ساعته واټن لري ترانسپورټ نشته، لارې هم خرابې دي خلک په اس او نورو څارویو سره خپل ناروغان روغتیایي مرکزونو ته رسوي او همدا د مور او ماشوم د له منځه تلو لامل کېږي. څوک نشته چې دغو سیمو کې روغتیایي خدمات وړاندې کړي او خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په همدې حال کې د سمنګان ولایت روغتیایي مسوولان د سویډن کمېټې دغه پروګرام ګټور بولي او وایي، چې په دغه ولایت کې د میندو او ماشومانو د مړینې کچې د کمولو لامل شوی دی.

د سمنګان ولایت د روغتون د روغتیاپالو څانګې مدیر محمد هارون پیمان وایي د دغې پروژې له تطبیق مخکې په دغه ولایت کې د میندو د مړینې شمېر زیات و.

د سویډن کمېټه تر ۴۰ کلونو زیاته موده کېږي چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې فعالیت لري او د دغه بنسټ له خوا د اعلان شویو شمېرو له مخې هرکال نږدې ۸۷ زره زده کوونکې د سویډن کمېټې په اړوندو ښوونځیو کې ګډون کوي او تر دوه میلیونه زیات کسان د افغانستان لپاره د دغې کمېټې له روغتونونو او مرکزونو څخه روغتیایي خدمات ترلاسه کوي.