روغتیا ښځې

یو شمېر نجونې: د نیمه عالي طبي زده‌کړو بندیدو زموږ وروستۍ هیلې هم له منځه یووړې

یو شمېر هغه انجونې چې له تعلیم او لوړو زده کړو محرومې دي، آمو ته وایي چې د نیمه عالي طبي زده کړو د پوهنتونونو له تړل کېدو سره، د دوی وروستۍ هیلې هم په اوبو کې لاهو شوې دي او له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

دوی وایي چې د دوی ارمانونه د پوهنتونونو د تړلو دروازو شاته پاتې شوي او طالبانو له دوی څخه د پرمختګ هر ډول فرصت اخیستی دی.

محدثه، هغه انجلۍ ده، چې د زده‌کړې هیله یې درلوده، او له بادغیس څخه هرات راغلې وه، تر څو د هرات په پوهنتونو کې د حقوقو په برخه کې خپلې زده کړې بشپړې کړي. نوموړې هیله‌منه وه چې یوه ورځ څارنواله شي، خو د پوهنتونونو د دروازو له تړل کېدو وروسته، د طب نیمه لوړو زده کړو ته یې مخه کړه او دا یوازینۍ د هیلې او زده کړو دروازې وې، خو له څو میاشتو تېرېدو وروسته، د طالبانو د مشر په امر، د نوموړې د هیلو دغه دروازې هم بندې شوې او انجونو د نیمه لوړو زده کړو ټولې موسسې وتړل شوې.

محدثه وایي: «کله چې پوهنتون وتړل شو، زه لا هم هیلهمنه وم. فکر مې کاوه چې شاید په بل ځای کې به زده‌کړې وکړم. خو اوس چې انسټیټیوټ هم بند شو، نه پوهیږم چې څه وکړم. احساس کوم چې ټولې دروازې زما په مخ کې تړل شوي دي او زما ژوند یوازې شوی دی.»

له تعلیم او لوړو زده کړو څخه محرومې زده‌کوونکي او محصلینې وايي چې د درېیو کلونو په تېرېدو سره یې هیلې رژېدلې دي او د تعلیم او لوړو زده کړو ټولې دروازې یې پر مخ تړل شوې دي.

رخسار، د کابل اوسېدونکې، وايي: «د روغتیایي مرکزونو پرانیستې پاتې کېدل د ښځو او نجونو وروستۍ هیلې وې ، خو اوس چې دغه مرکزونه او انسټيټوټونه تړل شوي دي، د ښځو برخلیک به له کوم ناورین سره مخ شي؟ موږ له دې اقدام څخه اغېزمنې شوي یو.»

ډيوه، محصله، وایی: «د دولتي پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته، د انسټیټوټونو برخه د انجونو لپاره وروستۍ هیله وه، خو له بده مرغه په ټول افغانستان کې د نیمه لوړو زده کړو موسسې هم پر انجونو بندې شوې او هغو انجونو لپاره چې غواړي زده‌کړې وکړي هېڅ هیله نه ده پاتې.»

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د هېواد د نوي تعلیمي کال له پیل سره، ۴۰۰ زره نورې نجونې له زده‌کړو بې برخې شوې، او د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له زده‌کړو څخه د محرومو شوو انجونو شمېر له ۲.۲ میلیونو څخه اوښتی دی. که دغه بندیز دوام وکړي، د ۲۰۳۰ کال تر پایه به، دا شمېر ښایي تر ۴ میلیونو پورې ورسیږي.