افغانستان

ننګرهار کې۴۰ زره کسان د غنمو په بدل کې کار کوي

په ننګرهار کې ۴۰ زره کسان په دې ډول په کار بوخت دي، چې هر یو یې د کار په بدل کې غنم ترلاسه کوي.

ننګرهار کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي ، چې یاد کسان اوسمهال د دې ولایت په ۷ ولسوالیو کې په رغنیزو کارونو بوخت دي.

د کرنې ریاست مدير عطاالله بشري زیاتوي، چې دوی ته له مرکز نه ۳۱۵۵ مټریک ټنه غنم منظور شوي، چې په تیرو څلورو میاشت کې یې دولس نیم سوه ټنه غنم د کار په بدل کې ویشلی.

نوموړی زیاتوي: «د ننګرهار په شیرزاد،بهسود، حصارک، لعپلوره،بټي کوټ، اچین او نازیانو ولسوالۍ کې اوسمهال د کار په بدل کې د غنم د ورکړې پروګرام دوام لري. نیږدې ۴۰ زره کسان په کې په کار بوخت دي. موخه ترې خلکو ته د کار برابرول دي.»

طالب چارواکي زیاتوي، چې هر کاریګر ته د ورځني کار په بدل کې لس کیلو غنم ورکول کېږي او په خبره یې هڅه کوي، دا پروګرام نورو سیمو ته هم وغځوي.

هغه ځوانان، چې له سخت اقتصادي ستونزو سره مخ دي او په دې پروسه کې په کار بوخت دي وایي، اجورې ته په کتو کار ډېر یې ډېر دروند دی.

د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی سیدجلال زیاتوي: «کار ډېر دروند دی او په بدل کې غنم کم راکول کېږي. خو څه وکړم مجبور یم همدې سخت کار ته غاړه ورکړم او خپل مشکل حل کړم.»

عبدالله چې هم په دې کار بوخت دي وایي په زیات شمېر ویالې، لښتي، کارېزونه او وېجاړ شوي سړکونه مو بېرته جوړل کړي دي.

نوموړی وایي: «دا کارونه سخت درانده دي خو مجبور یو. غنم کله وړه کړم کور لپاره او کله یې په ناچیزه پېسو په ژرنده ګړي وپلورم، چې نور څه پرې واخلم. د ورځې لس کیلو غنم راکوي، چې خرڅ یې کړم د ورځې تر ۳۰۰ افغانۍ جوړېږي.»

هغه وايي قیمتۍ ته په کتو د طالبانو له لوري ورکړل شوې اجوره یې کورنی مشکل نشي حل کولی او غوښتنه کوي، چې باید د دوی دېر لاسنیوی وشي.

یو شمېر نور ننګرهاریان بیا هغو ولسوالیو ته د دې کار د غځېدو غوښتنه کوي، چې لا تر اوسه په کې دا کار نه دی پيل شوی.

د اقتصادي چارو پوهان که څه هم په اوسنیو حالاتو دا کار یو مثبت ګام بولي، خو زیاتوي، چې د توکو لوړو نرخونو ته په کتو باید طالبان کاریګر ته هم ډېر مزد ورکړي.

د دوی په باور ډېر کله کارګر د کم مزد له امله په ښه زړه کار نه کوي او همدا لامل دی، چې نه د هغه د کور ستونزه حلېږي او نه هم اساسي کار ترسره کېږي.

د طالبانو له واکمنېدو سره سم په ټول هېواد کې زرګونه ځوانان بې روزګاره شول.

اوس که څه هم نړیوالو موسسو د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د فقر او بیوزلۍ د مخنیوي په موخه بشري مرستو لړۍ پیل کړې، خو خلک نیوکي کوي، چې نه یوازې یادې مرستې پر مستحقو کورنیو نه وېشل کېږي بلکې د بې روزګارۍ د دایمي ختمیدو لپاره بنسټیز کار هم نه دی شوی.

عام خلک وایي، ډېری دا مرستې اوسني ځینې چارواکي خپلو خلکو ته ورکوي او همدا لامل دی، چې اړمنې کورنۍ له مرستو پاتې کېږي.