افغانستان

کابل ښاریان: کابل کې وسله والې غلاوې زیاتې شوې دي

د مخکیني نظام له ړنګېدو سره په تېر یوه کال کې د هېواد د اقتصادي ځوړتیا او د وزګارۍ له زیاتېدو سره د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې په کابل کې وسله والې غلاوې یو ځل بیا د زیاتېدو په حال کې دي.

د جمهوري نظام په وروستیو میاشتو کې وسله والې غلاوې اوج رسېدلې وې. لامل یې په هغه وخت کې د وزګاري زیاتوالی، د کاروبارونو نشتون او له افغانستان سره د نړیوالو مرستو کمښت و.

د کابل اوسېدونکو له آمو تلویزیون سره په خبرواترو کې د ځینو پېښو په اړه وویل، چې وسله والو کسانو د دوی او یا یې هم د خپلوانو پيسې غلا کړې دي.

د کابل اوسېدونکی فهیم امین وایي چې موده مخکې یې یو نږدې خپلوان د وسله والو غلو له خوا په کابل کې ووژل شو.

هغه وایي چې دغه کس د یوه کور د ګروۍ پيسې ۱۵ زره امریکايي ډالر له ځان سره لېږدول، چې د وسله والو کسانو له خوا ووژل شو او پيسې یې هم غلا شوې.

د هغه په وینا: له دې پېښې نږدې دوې میاشتې کېږي او سره له دې چې په اړوند حوزه کې یې خپل شکایت ثبت کړی دی؛ خو تر اوسه د دې پېښې د عاملینو په اړه هېڅ معلومات نه دي پیدا شوي.

د کابل بل اوسېدونکی محمد رفیق احمدي وايي، چې وزګاري خپل اوج ته رسېدلې او باید د ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره شي.

د یوه بل اوسېدونکي په وینا، چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي، وسله والو کسانو ترې ۱ زر او ۲۰۰ امریکایي ډالر په کابل ښار کې له صرافۍ څخه له راوتلو وروسته غلا کړې دي.

هغه وایي چې وسله والو کسانو پرې ډزې کړې دي او هغه یې ټپي کړی دی.

سره له دې چې طالبان ټینګار کوي، په کابل کې وسله والې غلاوې د پخوا په پرتله کمې شوې دي؛ خو د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د ټویټري شمېرو له مخې په تېره یوه میاشت کې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې تر ۲۰ زیات کسان د وسله والو غلاوو په تور نیول شوي دي. په ګڼو موردونو کې دغو کسانو د خلکو پیسې او موټر له ځان سره وړي دي.

کابل کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایي چې د هغوی د معلوماتو پربنسټ کابل کې د پخوا په پرتله وسله والې غلاوې کمې شوې دي.

هغه زیاتوي: «د وسله والو غلاوو د کمېدو لامل، د وسله والو بانډونو نیول دي چې اوسمهال په بند کې دي.»

په ټولنه کې د بې وزلۍ او وزګارۍ زیانونو ته کتنه

په پلازمیني کې د ناامنۍ وضعیت ددې لامل شوی چې د هېواد یو شمېر پانګه وال د وسله والو غلو او سړي تښتونکو بانډونو له وېرې د ځان او مال د ساتنې لپاره، خپلې پانګې له هېواده بهر ته ولېږدوي.

داسې موردونه هم شته چې صرافان او سوداګر د وسله والو غلو له لخوا تښتول شوي او د پیسو په بدل کې بېرته خوشي شوي دي. په ځینو موردونو کې غلو ته د پیسو د نه رسېدو په صورت کې، تښتول شوي کسان د دوی له خوا وژل او یا ټپیان شوي دي.

د کوچني ماشوم عبدالرووف د تښتولو پېښه چې په مزارشریف ښار کې تښتول شوی و او کابو دوه کاله په بند کې و او کورنۍ یې په دې موده کې ډېره اندېښمنه وه، هم له دغه راز پېښو څخه وه. که څه هم دغه ماشوم په وروستیو میاشتو کې د سړي تښتونکو له بنده خوشی شو؛ خو ددې پېښې روحي او رواني آثار به د تل لپاره پر هغه او کورنۍ یې پاتې شي.

په ډېری موردونو کې د موټرو، موټرسایکلونو او ګرځنده ټلیفونونو وسله وال غله له هېوادوالو غلاوې کوي او د مقاومت په صورت کې خلک وژني او یا یې ټپي کوي.

په جمهوریت دوه کې زیات شمېر ځوانان په خصوصي برخه کې په کار بوخت وو؛ خو اوس ډېری پرمختیايي پروژې درول شوې او ګڼ شمېر بهرني بنسټونه چې ځوانان پکې په کار بوخت وو، فعالیتونه یې درولي چې دا چاره د ځوانانو د وزګارۍ لامل شوې ده.

د ملګروملتونو سازمان د راپور له مخې: په تېرو شپږو میاشتو کې کابو نیم میلیون کسان په افغانستان کې دندې له لاسه ورکړې او په هېواد کې د وزګارو کسانو شمېر په زیاتېدو دی.

په ټولنه کې د وزګارۍ زیاتوالی د دې لامل شوی چې یو شمېر ځوانان یوه ښه ژوند ته د رسېدو لپاره، د ډېرو خطرونو په منلو سره له قاچاقي لارو اروپايي هېوادونو ته ولاړ شي.

دا په داسې حال کې دي چې تل اروپا ته د رسېدو پر لاره د کډوالو د مړینې په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

د ملګروملتونو سازمان د وړاندوېنو له مخې په راتلونکو میاشتو کې به په افغانستان کې بېوزلي او وزګاري زیاته شي.

سره له دې چې د ځینو هېوادونو له خوا بشردوستانه مرستې شوې دي؛ خو داسې برېښي چې د خلکو د ژوندانه په وضعیت کې هېڅ ښه والی نه دی راغلی.

همداراز د طالبانو له خوا د دغو مرستو د ناعادلانه وېش په اړه ګڼ راپورونه شته او ویل کېږي چې دغه مرستې تر ډېره هغو کسانو ته ورکړل شوې دي چې له طالب چارواکو سره پېژندګلوي یا اړیکې لري.