د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ هغې غوښتنې ته غبرګون ښودلی، چې غواړي له افغانستانه د امریکا پاتې پوځي تجهیزات بېرته یوسي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند له سیبیاس نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې د امریکا پاتې شوي تجهیزات د افغانستان ملکیت دی او هېڅکله به بېرته امریکا ته ونه سپارل شي. تر دې وړاندې، درې باخبره سرچینو او د طالبانو یوه چارواکي آمو ته ویلي وو، چې د امریکا د پوځي تجهیزاتو بېرته ستنول یا د بګرام هوایي اډې بېرته فعالول، د امریکا د استازو دوه وړاندیزونه وو، چې طالبانو ته یې وړاندې کړې دي. د دې سرچینو په وینا، هبتالله اخندزاده د امریکا د پلاوي د دې وړاندیز په غبرګون کې ویلي، که د امریکا تعامل د افغانستان په داخلي چارو کې د مداخلې معنا ولري، نو طالبان به د جګړې پر انتخاب هم فکر وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي، وایي: «دا د افغانستان ملي شتمني ده، هېڅ هېواد خپل ملي شتمنۍ نورو هېوادونو ته نه سپاري، په ځانګړې توګه کله چې امنیتي موضوع مطرح وي. زموږ پوځ او هغه تجهیزات چې زموږ په واک کې دي، د افغانستان ملکیت دی. هغه پیسې چې په امریکایي بانکونو کې کنګل شوې دي، په غیرقانوني توګه ساتل شوي، او باید مشروط نه شي.»
د امریکا د پوځ د پاتې تجهیزاتو بېرته ستنول او یا د بګرام هوايي اډې بېرته فعالول، دوه موضوعات دي چې ډونالډ ټرامپ او د هغه اداره یې څو ځله یادونه کړې ده. تازه، د هبتالله اخندزاده له دفتره، د طالبانو د رییسالوزرا له دفتره، د بهرنیو چارو له وزارت څخه درې باخبره سرچینو او د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي آمو ته ویلي، چې امریکایي پلاوي د کابل سفر پر مهال طالبانو ته دوه وړاندیزونه وکړل؛ یا دې د امریکا پوځي تجهیزات بېرته وسپاري، او یا دې د بګرام په هوايي اډه کې د امریکا حضور ومني. د دې سرچینو په وینا، د طالبانو مشر هبتالله اخندزاده د امریکا د پلاوي د دې وړاندیز په غبرګون کې ویلي، که د امریکا تعامل د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله وي، نو طالبان به د جګړې پر ټاکنې هم فکر وکړي.
له کندهاره باوري سرچینې آمو ته ویلي: «د امریکا د نظامي تجهیزاتو بېرته ستنول یا د بګرام په هوايي اډه کې د امریکا د حضور منل، هغه دوه وړاندیزونه ول؛ چې د امریکایي پلاوي له لوري طالبانو ته شوي دي. د طالبانو مشر، هبتالله اخوندزاده، ویلي که د امریکا تعامل د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وي، نو دی به د جګړې پر ټاکنې هم فکر وکړي.»
کابل ته د امریکایي پلاوي تر سفر وروسته، د طالبانو مشر په کندهار کې یوه امنیتي ناسته جوړه کړې وه، چې پکې د طالبانو ناراضه وزیر سراجالدین حقاني، د دفاع وزیر، او د استخباراتو عمومي رئیس ګډون درلود. ځینې شنونکي باور لري چې دا ناسته د امریکایي پلاوي د وړاندیزونو، یعنې د نظامي تجهیزاتو بېرته ستنولو یا د بګرام هوايي اډې د حضور سره تړاو لري.
ټرامپ سپينې ماڼۍ ته تر بېرته ستنېدو وروسته، تل یې پر دې ټينګار کړی چې باید په افغانستان کې پاتې امریکایي وسلې او تجهیزات بېرته ترلاسه کړي. همداراز، د بګرام هوايي اډه یې چین ته د نږدې والي له امله د امریکا لپاره مهمه بللې ده. خو اوس، د تجهیزاتو بېرته ستنولو یا د بګرام په هوايي اډه کې د امریکا د حضور په اړه د ټرامپ تازه خبرداري، طالبان له یوه ستر کورني او سیمهییزې ازمویني سره مخ کړي دي.