د «زدهکړې انتظار نشي ایستلی» بنسټ، خبرداری ورکوي، که چیرې طالبان د انجونو پر زده کړو بندیز ته دوام ورکړي، نو تر ۲۰۳۰ کاله پورې به له زده کړو د محرومو انجونو شمېر له څلور میلیونو هم واوړي.
د دې بنسټ د راپور له مخې، له هغه مهاله چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي، د دوی د څه باندې درې کلنې واکمنۍ په موده کې، شاوخوا ۲.۲ میلیونه انجونې له زده کړو منع او محرومې شوې دي. یو شمېر انجونې بیا له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دوی د وضعیت د ښه والي لپاره فوري او عملي اقدامات ترسره کړي.
بلخوا، یو شمېر معترضو ښځو تازه د «راځئ سبق ووایو» تر نامه لاندې یو کمپاین پیل کړی او د طالبانو له لوري د ښځو او انجونو پر زده کړو د محدودیتونو د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه یې کړې ده.
د طالبانو له لوري د نجونو او ښځو پر زده کړو د محدودیتونو او بندیزونو پر وړاندې د معترضو ښځو تازه کمپاین؛
دا اعتراضي کمپاین «راځئ سبق ووایو» نومېږي، او د طالبانو له لوري پر زده کړو د لګول شوو محدودیتونو او بندیزونو د سمدستي
بلخوا، د «زدکړې انتظار نشي ایستلی» بنسټ تازه د طالبانو له لوري له زده کړو د محرومو انجونو د لړزونکو شمېرو خپرولو ته دوام ورکړی. د دې بنسټ د راپور له مخې، د دې بنسټ د راپور له مخې، له هغه مهاله چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي، د دوی د څه باندې درې کلنې واکمنۍ په موده کې، شاوخوا ۲.۲ میلیونه انجونې له زده کړو منع او محرومې شوې دي.
دغه بنسټ خبردارۍ ورکړی ، چې که چیرې طالبان د انجونو پر زده کړو بندیز ته دوام ورکړي، نو تر ۲۰۳۰ کاله پورې به له زده کړو د محرومو انجونو شمېر له څلور میلیونو هم واوړي.
د «زدکړې انتظار نشي ایستلی» بنسټ د اعلامیې یوه برخه کې راغلي: «د افغانستان نوی تعلیمي کال پیل شوی، خو لا هم له شپږم ټولګي څخه پورته انجونې له خپلو اساسي حقونو محرومې دي. د دې بندیز له امله، ۲.۲ میلیونه انجونې له زده کړو بېبرخې شوې – دا شمېر ښايي تر ۲۰۳۰ کاله له ۴ میلیونو واوړي. هره انجلۍ د زده کړې، امنیت او روښانه راتلونکي مستحقه ده. هیڅ استثنا باید نه وي.»
په ورته وخت کې، د انجونو د زده کړو مشهوره فعاله ملاله یوسفزۍ، ، د نوي تعلیمي کال پیل ته، چې لا هم انجونې پکې له زده کړو محرومې دي، غبرګون ښودلی. نوموړې ویلې دي چې د انجونو له زده کړو محرومول نه یوازې بېعدالتي؛ بلکې یو جنایت دی.
ملاله یوسفزۍ، د زده کړو او د ښځو د حقونو فعاله، وایي: «څلور کاله کېږي چې طالبانو ستاسو د زده کړې حق سلب کړی. دا نه یوازې ژوره بېعدالتي ده، بلکې یو جنایت دی چې زه یې له منلو څخه ډډه کوم. دا یو داسې جنایت دی چې موږ ټول یې باید له منلو څخه ډډه وکړو.»
په همدې حال کې، له زده کړو محرومې انجونې بیا له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د دوی د وضعیت د ښه والي لپاره فوري او عملي اقدامات ترسره کړي.
له هغه مهاله چې طالبان واک ته راستانه شوي، دا درېیم کال دی چې له شپږم ټولګي څخه پورته د انجونو له حضور پرته د ښوونځي زنګ وهل کېږي. طالبانو د نجونو او ښځو د زده کړو د حق د محدودیتونو په دوام، هغوی نه یوازې دا چې له پوهنتونونو منع کړي، بلکې په وروستۍ پرېکړه کې یې د طبي زده کړو له مرکزونو څخه هم منع کړي دي.
طالبانو تل ادعا کړې چې دا محدودیتونه لنډمهاله دي، خو انجونې زده کوونکې او محصلانې ټینګار کوي، چې له درې کلونو څخه د زیات وخت په تېرېدو سره، نور دوی ته دا خبرې ارزښت نه لري او دوی د ښوونځیو او پوهنتونونو د بېرته پرانېستلو لپاره عاجل اقدام غواړي.