ورزش

کندهاري ورزشکاران د پاملرنې غوښتنه کوي

کندهار کې تېره ورځ ناوخته د کندهار د شلو بېلابيلو ورزشي رشتو لوبغاړو په هغه سپورتي ننداره کې برخه واخیسته، چې د دغه ولایت د ورزشي امريت له لوري د لوبغاړو د هڅوني په موخه د “ازادۍ” تر عنوان لاندي په لاره اچول شوې وه.

د دغې ورزشي نندارې يو ګډون کوونکی او د موتای لوبي روزنکی همايون حسيني وايي، دا ډول نندارې د سپورت د ودي لپاره اړینې دي.

«ورزش ډېر مهم دی او باید ورزشکاران د کورنیو په ګډون د ټولو له خوا وهڅول شي.»

د فرزاد حسيني او مبارز په نومونو د هېواد د موتای د ملي ټيم غړو، چې په سپورتي نندارو کې يې برخه اخیستې وایي، ورزشکارانو ته باید پاملرنه وشي، ځکه دوی د هېواد نوم تل ځلانده ساتلی دی.

«زموږ غوښتنه دا ده، چې انشاالله ښې لاسته راوړني ولرو، خو موږ د کندهار له ورزشي امريت څخه غواړو، چي موږ وهڅوي، چي تر اوسه موږ ته د اړتیا وړ پاملرنه نه ده شوې.»

د کندهار د سپورت امر بيا وایي، دوی په کندهار کې دا مهال د بېلابېلو سپورتي برخو ۲۶ فعال فدراسونونه لري، چې پکې ۱۱ زره ځوان لوبغاړي شتون لري.

«کندهار کې ۱۱ زره ځوانان د دوی په فعالو سپورتي فدراسونونو کې دا مهال پر سپورت بوخت دي او دغه شمېر لا زياتېدونکی دي.»

کندهار کې داسي مهال سپورتي نماېشونه ترسره کیږي، چې په دغه ولایت کې يو شمېر ورزشکاران د اقتصادي ناخوالو له امله له ستونزو سره مخ دي.