نړۍ

اوکراین ته د اټومي مرکز د وضعیت د څېړنې لپاره د ملګروملتونو سازمان د پلاوی سفر

د زاپورژژيا اټومي مرکز شاوخوا ډزو او نښتو، دغه مرکز ته د ملګروملتونو سازمان د غړو د یوې ډلې سفر څو له ساعته ځنډ سره مخ کړ.

په دې لړ کې د دې ډلې رییس وویل چې هغوی له دغه اټومي مرکز څخه خپلې امنیتي څېړنې ته ژمن دي.

روسیې او اوکراین د اوکراین په سويل کې په اټومي مرکز کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ډلې د دغه پروګرام لپاره یو بل پر ورانکارۍ تورن کړي دي.

که څه هم دغه سیمه د روسي ځواکونو په کنټرول کې ده؛ خو د دغه مرکز کارکوونکي اوکراینیان دي.

د اوکراین دولت اړوند د اټومي انرژۍ کمپنۍ وایي چې پلاوی د اوکرایني ځواکونو د پلټنې په تمځای کې د جګړې د لومړۍ کرښې په ۲۰ کیلومترۍ کې و ترڅو د دغه مرکز شاوخوا وضعیت امن شي.

له دې مخکې ویلي و چې د روسي ځواکونو ډزې د دې لامل شوې چې د دغه مرکز دوه عملیاتي راکټورونه ګل شي.

مسکو وایي چې اوسمهال یې د دغه مرکز د نیولو لپاره د اوکراین پروګرام له منځه وړی دی.

د رویټرز یو خبریال د روسیې تر کنټرول لاندې ښار ته نږدې وویل چې یوه استوګنیزه ودانۍ په موخه شوې او خلک اړ شول په یوه زېرزمینۍ کې پناه ونیسي؛ که څه هم روښانه نه شوه چا ډزې کړې دي.

په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې مسکو هر څه کوي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دغه مرکز کولای شي په سمه توګه خپل کار وکړي د اټومي انرژۍ نړیوال څارونکي وکولاي شي خپله دنده سرته ورسوي.

څو اوونۍ کېږي چې په دغه لوی مرکز کې چې د اروپا ترټولو ستر اټومي مرکز دی وضعیت مخ په خرابېدو دی او مسکو او کیف شاوخوا د ډزو او د وېرې د زیاتوالي او د وړانګو ناورین لکه: چرنوبیل له امله یو بل ځپی.