افغانستان ښځې

تر څو ساعتونو وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر وضعیت بحث کوي

تر راتلونکو څو ساعتونو به د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه پیل شي. امنیت شورا ویلي چې د یوناما مشره روزا اوتانبایوا به پدې غونډه کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور وړاندې کړي.

د راپور له مخې، تمه کیږي چې د بشري حقونو سرغړونې، د ښځو محدودیتونه، ترهګریز ګواښونه، سیاسي وضعیت او نور مهم موضوعات په دې غونډه کې وڅېړل شي.

د امنیت شورا په راپور کې راغلي چې د نن شپې غونډه کې به د افغانستان په اړه د ټرمپ د ادارې لومړنۍ څرګندونې هم شاملې وي.

همداراز، د دې شورا یو شمېر غړي تمه لري چې د افغانستان پر وضعیت د امریکا د بهرنیو مرستو د کمولو د پالیسۍ احتمالي اغېزې وڅېړل شي.

 د امنیت شورا راپور وایي: «دا ناسته به همداراز د ۲۰۲۴ د جنورۍ له ۲۰مې راهیسې د امریکا د نوي حکومت لومړنی رسمي دریځ په ځان کې ولري. یو شمېر غړي ښايي د بشري مرستو د ډېرولو غوښتنه وکړي، پداسې حال کې چې یو شمېرنور به د امریکا د نوې پالیسۍ د اغېزو په اړه د نورو جزییاتو اورېدو ته لېوالتیا ولري.»

د افغانستان سیاسي وضعیت به هم د امنیت شورا د غونډې د بحث یو مهم محور وي. د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل تازه راپور کې ویلي چې دا سازمان د افغانستان د دوامداره ثبات لپاره د یوه ټول ګډونه سیاسي بهیر په تعقیبولو کې حیاتي رول لري. خو تر اوسه د ملګرو ملتونو اقداماتو د افغانستان په سیاسي وضعیت کې هیڅ کوم مهم بدلون نه دی راوستی.

بلخوا، پداسې حال کې چې د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو د زیاتېدو راپورونه دوام لري، د ملګرو ملتونو سرمنشي امنیت شورا ته ویلي چې هبت‌الله آخندزاده په کندهار کې د خپل واک د پیاوړتیا لپاره نور اقدامات هم کړي، چې په کندهار کې د غونډو ترسره کول او د طالبانو په نظام کې د خپلو وفادارو کسانو ګمارل شامل دي.

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی، عارف رحماني، وایي: «طالبان په واقعیت کې د رهبرۍ له ناورین سره مخ دي. خو دا ناورین تر اوسه پټ پاتې شوی او په تدریجي ډول د ښکاره کېدو په حال کې دی.»

د امنیت شورا راپور وايي، تمه ده چې یو شمېر هېوادونه به نن د طالبانو د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو پر ضد د سیاستونو او اقداماتو د لغو کولو غوښتنه وکړي، او د شورا یو شمېر نور غړي به د دې موضوع په اړه ګډه اعلامیه هم صادره کړي.

د ښځو د حقونو فعاله، کریمه اعظم، وایي: «زه له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له بنسټونو غواړم چې د افغانستان د ښځو غږ واوري او هغوی په دې سختو شرایطو کې یوازې پرې نه ږدي.»

تمه ده چې د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې د یوناما ماموریت د غځولو په اړه هم خبرې وشي. له دې سره، د طالبانو ویاند ویلي چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت مؤثر نه و او د دې ادارې راپورونه یې “منفي” بللي دي.