افغانستان

د وژل شویو کسانو کورنیو او ټپیانو ته د معاشونو په ورکړه کې سلیقه یي چلند

په لوګر، هرات، فراه، بغلان، تخار، پروان، پنجشېر، کونړ او کابل ولایتونو کې د مخکیني حکومت د یو شمېر وژل شویو کسانو کورنۍ او ټپیان د دوی د معاشونو د نه ورکړې په اړه شکایت لري.

ددغو قربانیانو کورنۍ وایي چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې یې معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

د تېر حکومت د وژل شویو او ټپیانو کورنۍ څه وایي؟

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د تېر حکومت د وژل شویو پوځیانو د کورنیو غړو او ټپیانو له آمو ټلوېزیون سره دا موضوع مطرح کړې ده.

د کابل یو اوسېدونکی چې ورور یې په تېر حکومت کې معلول شوي، وایي ورور یې په هغو پيسو سره چې هر کال یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له خوا ترلاسه کولې، د خپلې پينځه کسیزې کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې برابرولې چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې دا پیسې نه دي ورکړل شوې او ددغه معلول افسر کورنۍ له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوې ده.

د بغلان ولایت یوه اوسېدونکې چې خاوند یې په مخکیني نظام کې وژل شوی وایي د کورنۍ د اړتیاوو یوازینی برابروونکي یې له لاسه ورکړی دی.

هغې زیاته کړه: «طالبانو په دې یوه کال کې زما د خاوند معاش نه دی راکړی چې له ګڼو ستونزو سره مخ یو، کله چې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ته ورځو، وایي چې پیسې نشته.»

د هرات یو اوسېدونکی چې ورور یې د ملي امنیت ځواکونو غړی و او د طالبانو په برید کې وژل شوی، وایي له ورور څخه یې دوه کوچني ماشومان پاتې دي چې ورځنۍ اړتیاوې یې په همدغو پیسو سره برابرولې.

هغه وویل چې یو کال کېږي چې معاش یې نه دی ورکړی، هر ځل چې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ته ورځو وايي: د معاشونو د ورکړې بهیر تړل شوی دی.

د تخار ولایت یو اوسېدونکی چې زوی یې له لاسه ورکړی هغه هم وایي چې هرځل د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ته ورځم، طالبان وایي: له دې امله چې زوی مو واده نه و کړی اوس ددغو کسانو لپاره بودیجه په پام کې نه ده نیول شوې.

د لوګر ولایت یو اوسېدونکی چې په خپله معلول دی وايي: «په جمهوریت نظام کې معلول شوم، په تېر یوه کال کې د معاش د نه اخیستو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شوی یم ځکه چې بل عاید نه لرم.»

د کونړ ولایت یو اوسېدونکی چې د دوولس کسیزې کورنۍ د اړتیاوو برابروونکی دی وایي له یوه کال راهیسې یې معاش نه دی اخیستی او کله چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته ورځې د نن او سبا خبره کوي.

د بېلابېلو ولایتونو له اوسېدونکو سره د طالبانو چلند

د غور، کندهار، کندز، نیمروز، کاپیسا او بادغیس له ولایتونو د آمو ټلوېزیون موندنې ښيي چې د مخکیني حکومت د وژل شویو کورنیو او ټپیانو ته یې معاشونه ورکړل شوي دي.

د غور ولایت یو اوسېدونکی وایي د خپل کورنۍ د غړي چې په جمهوري نظام کې وژل شوی و کلنی معاش یې ترلاسه کړی دی.

د نیمروز ولایت یوه اوسېدونکې هم چې خاوند یې په تېر نظام کې وژل شوی د آمو خبریال ته وویل: «خاوند مې څو کاله مخکې شهید شو، په تېر حکومت کې مو د کال شپېته زره افغانۍ ترلاسه کولې؛ خو اوس دا پیسې دېرش زرو ته راکمې شوې دي.»

هغه زیاته کړه چې د طالبانو وژل شویو ته د کال شپېته زره افغانۍ ورکول کېږي.

د بادغیس ولایت یو اوسېدونکی هم وایي چې د وژل شویو کورنیو ته په بشپړ ډول معاشونه ورکول کېږي.

د کندز ولایت یو اوسېدونکی هم وايي چې د نهو میاشتو معاش یې ترلاسه کړی دی.

نوموړی زیاتوي چې پخوا به مې د میاشتې دوولس زره افغانۍ ترلاسه کولې چې اوس دا کچه پينځو زرو ته راکمه شوې ده.

د کاپیسا یو اوسېدونکی هم وایي چې خپل معاش یې اخیستی خو د کمېدو په اړه یې شکایت لري.

د کندهار یو اوسېدونکی وايي چې معاش ترلاسه کوي خو د میاشتې پینځه زره کم شوی دی؛ خو دا پیسې یې د کورنۍ د اړتیاوو د برابرولو لپاره بسنه نه کوي.

د طالبانو له مرستیال ویاند بلال کریمي سره د اړیکې ټینګولو لپاره له هڅو سره سره بریالي نه شوو چې په دې اړه د دغې ډلې نظر ترلاسه کړو.

رسنیو د جمهوریت نظام د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له قوله، د ملي او پوځي وژل شویو او ټپیانو شمېر ۳۱۰ زره تنه بللی دی؛ خو طالبان وایي چې څه د پاسه ۵۰ سلنه یې خیالي دي.

رسنیو د طالبانو د یوه چارواکي عبدالحکیم له قوله لیکلي چې د وژل شویو او ټپیانو د شمېر د ارزونې په بهیر کې موږ څه د پاسه سل زره خیالي معلولین له دې بهیره وایستل.

هغه د روان کال د چنګاښ به څوارلسمه نېټه وویل: «د شهیدانو او معلولینو د شپږو میاشتو (وري، غويي، غبرګولي، چنګاښ، زمري او وږي) معاشونو ورکول دوې اونۍ مخکې پيل شوي او دا بهیر روان دی.»

نوموړی زیاته کړه چې دغې ډلې ته د طالبانو او مخکینیو امنیتي ځواکونو د قربانیانو توپیر نشته او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت بودیجه پينځه اعشاریه دیارلس میلیارده افغانی ده.