نړۍ

د اوکراین د جګړې درېیمه کلیزه؛ نړیوال مشران کی‌یف ته ورسېدل

د اروپايي هېوادونو او کاناډا یو شمېر مشرانو د دوشنبې په ورځ د اوکراین د جګړې د درېیمې کلیزې په مناسبت کی‌یف ته سفر کړی دی. دا مشران به په کی‌یف کې په یوې ناسته کې ګډون وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره، ډیپلوماتیکې هڅې لا هم دوام لري.

د اروپايي هېوادونو مشرانو، د اروپايي کمېسیون او د اروپايي شورا رئیسانو او د کاناډا لومړی وزیر جسټېن ټروډو د دوشنبې په ورځ کی‌یف ته سفر وکړ. دغه مشران پر اوکراین د روسیې د پراخې یرغلګرې حملې د درېیمې کلیزې په مناسبت؛ په کی‌یف کې سره راټول شوي دي. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي اعلان کړی چې د ۱۳ هېوادونو مشران او د کاناډا لومړی جسټېن ټروډو به په کی‌یف کې یوې غونډه کې هم ګډون وکړي. زلنسکي همداراز ټینګار کوي چې د اوکراین دننه د ناټو په څېر د یوه پوځ جوړول ، د بلې جګړې د پېښېدو مخه نیولی شي.

د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي، ویلي دي : «ناټو د بلې جګړې د مخنیوي لپاره تر ټولو ارزانه او اغېزمنه لاره ده. دا تر ټولو ساده او منطقي حل لاره ده. که اوکراین ناټو سره ونه ‌نښلي، نو موږ باید د ناټو په څېر پوځ د اوکراین دننه جوړ کړو. دا معنی لري چې یو داسې پوځ ولرو چې د یرغل دفع کولو لپاره کافي ځواکمن وي، د هغه مالي تمویل یقیني کړو، خپلې وسلې په کافي اندازه تولید او زېرمه کړو، او له خپلو شریکانو سره د هغوی د ونډې په اړه خبرې وکړو، څو روسیه د بلې جګړې له پیلولو منع کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کوي چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره له روسیې سره ژر تر ژره یوې هوکړې ته ورسېږي.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین برید وکړ، خو ژر بریا ته ونه‌رسېده. دا جګړه له درې کلونو وروسته لا هم دوام لري او په یوه فرسایشي جګړې اوښتې ده، چې پکې د روسي ځواکونو لخوا د اوکراین ښارونه د راکټونو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کېږي.

په ورته وخت کې، دې جګړې درانه تلفات، پراخې ویجاړۍ او د خلکو جبري بې‌ځایه کېدل رامنځته کړي. د راپورونو له مخې، د ۱۷۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د اوکراین بنسټيز تاسیسات هم زیانمن شوي دي.