افغانستان

عباس عراقچي: د هلمند د اوبو تړون په سمه توګه نه‌ دی عملي شوی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، د هلمند د اوبو د تړون په اړه نیوکه کړې او ویلې یې دي چې د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو تړون په سمه توګه نه ‌دی عملي شوی.

په همدې حال کې، د طالبانو له منځه یوه باوري سرچینه آمو تلویزیون ته وایي، چې که څه هم د ایران د بهرنیو چارو وزیر کابل ته سفر وکړ، خو تر اوسه د طالبانو او ایران ترمنځ د حقابې پر سر اړیکې نه دي رغېدلي. سرچینه زیاتوي، چې تېره اوونۍ هم په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست له امیرخان متقي سره په وروستي لیدنه کې د هلمند د حقابې د ستونزې د حل په اړه خبرې وکړې.

ایران یو ځل بیا د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان له لوري د هلمند د اوبو د تړون پر نه عملي کېدو نیوکه کړې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، له ایرانی رسنۍ شهرآرا سره په خبرو کې ویلي، چې تر اوسه د ایران او افغانستان ترمنځ د هلمند د اوبو تړون په سمه توګه نه ‌دی پلې شوی.

عباس عراقچي وايي: «موږ له افغانستان سره د هلمند د سیند په تړاو یو تړون لرو، چې په سمه توګه نه پلې کېږي او د هریرود په اړه چې مشهد پورې اړوند دی په خواشینۍ سره چې هېڅ ډول حقوقي تړون یې په اړه شتون نه لري.»

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د لومړي ځل لپاره د سلواغې په یوولسمه کابل ته سفر وکړ او د طالبانو له مشرانو سره یې وکتل. د ایران او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارتونو د دې سفر موخه د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا وبلله. عراقچي د دې سفر په پای کې د کابل په یوه کافه کې د طالبانو له یو شمېر چارواکو سره عصرانه هم وخوړه، داسې عصرانه چې ډېرو کسانو دا کار یو سیاسي پیغام وباله.

خو داسې ښکاري چې دا ناستې او لیدنې د هلمند د حقآبې پر سر د ایران او طالبانو ترمنځ اختلافات نه ‌دي حل کړي. یوې باوري طالب سرچینې آمو ته وویل، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر که څه هم کابل ته سفر وکړ، خو د هلمند د حقآبې پر سر د دواړو هېوادونو اړیکې لا هم نه ‌دي ښې شوي. د سرچینې په وینا، په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست د سلواغې پر ۲۹مه د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره په لیدنه کې هم پر همدې موضوع خبرې کړي دي.

په ورته وخت کې، د اوبو او اقتصاد برخې کارپوهان وايي، چې ایران په تېرو پنځوسو کلونو کې له ټاکل شوي حد څخه زیاتې اوبه د هلمند له تړون څخه اخیستې دي

د پوهنتون استاد، سید مسعود، وایي: «د هلمند د اوبو د تړون په اړه د ایران اندېښنې بې‌ځایه دي، ځکه چې ایران په تېرو پنځوسو کلونو کې د تړون له ټاکل شوي حد څخه زیاتې اوبه د افغانستان له هلمند سیند څخه ترلاسه کړې دي. اوس، د افغانستان د سختې وچکالۍ او د هلمند د سیند د اوبو د کچې د کمېدو له امله، باید له ایران سره د اوبو تړون بیا وکتل شي او نوي شرایط ورته وټاکل شي.»

ایران له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او په تېرو درې کلونو کې یې، د تهران د دریځونو پر بنسټ، ظاهراً د سیمه‌ییزو او نړیوالو غونډو پر مهال د طالبانو ملاتړ کړی دی. که څه هم ایران له طالبانو سره تعاملاتي سیاست لري، خو تل ‌یې د هلمند د اوبو د تړون د نه عملي کېدو له امله نیوکې کړي دي.

د هلمند د اوبو تړون په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ په یوه مقدمه، دولسو مادو او دوه ضمیمو کې لاسلیک شوه. اوس، د وچکالۍ د ناورین او د افغانستان د داخلي اړتیاوو د زیاتوالي له امله، داسې باور شته چې باید د دې تړون موادو ته بیا له سره کتنه وشي.