افغانستان سویلي آسیا

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: طالبان باید د ټي‌ټي‌پي او داعش پر ضد ټول اړین ګامونه واخلي

پاکستان له طالبانو غواړي چې د ټي ټي پي او داعش پر ضد د مبارزې لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کړي.
د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ټینگار کوي چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان پټن ځایونه د اسلام‌آباد او طالبانو ترمنځ اړیکې له ستونزو سره مخ کړې دي.

دغه وزارت همداراز وایي؛ چې داعش خراسان د سولې او سیمې لپاره جدي ګواښ دی، او اسلام‌آباد په دې برخه کې له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې سره همکاري کړې ده.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د بریدونو عاملین په پاکستان کې حضور لري.

داعش خراسان څانګې په افغانستان کې خپلو مرګونو بریدونو ته دوام ورکړی؛ په وروستي پېښه کې، پنځه ورځې وړاندې د دې ډلې یوه بریدګر په کندز ولایت کې د کابل بانک مخې ته ځانمرګی برید وکړ؛ هغه برید چې طالبانو او ملکي وګړو ته یې درنه مرګ‌ژوبله واړوله.

طالبان د داعش خراسان څانګې د بریدونو عاملین د پاکستان په خاوره کې مېشت بولي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې داعش خراسان د سیمې د سولې او ثبات لپاره ګواښ دی او طالبان باید د دوی پر ضد اقدام وکړي. دغه وزارت همداراز ویلي، چې له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې سره د داعش پر ضد د مبارزې برخه کې همکاري کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، شفقت علي خان، وایی: «د ترهګرۍ پر ضد باید د افغانستان د موقت حکومت له لوري ټول لازم اقدامات ترسره شي، په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان او داعش پر ضد، چې لا هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۲۶۷ بندیزونو تر رژیم لاندې دي.»

دا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له بندیزونو د څار کیمټې وروستی راپور دی. په دغه راپور کې راغلي چې طالبان د میاشتې ۴۳ زره ډالره د ټي ټي پي مشرتابه ته ورکوي او داعش ډلې د ځپلو لپاره یې د ټي ټي پي، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، د ترکستان اسلامي حزب، انصارالله او القاعده په څېر ډلې یې بسیج کړې دي.

د دې راپور بله برخه د القاعدې غړو ته د طالبانو له لوري د تذکرو او پاسپورتونو له وېش څخه پرده پورته کوي او دا هم ویل شوي چې د القاعده غړي په کابل ښار کې او مشران یې د هېواد په څو ولایتونو کې اوسېږي.

عارف رحماني، د افغانستان د استازو جرکې پخوانۍ غړی، وایي: «یوه خبره واضح ده، هغه څه باندې چې طالبان ویاړ کوي وايي چې په افغانستان کې مو امن راوستی دی. امن نه دی، ځانمرګي بریدونه ترسره کېږي، ترور کېږي او خپله طالبان د خلکو په ترور او وژلو کې لاس لري چې دا له خلکو رواني امنیت اخیستی دی.»

خو طالبانو اعلان کړی چې په افغانستان کې هېڅ یوه ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

ذبیح الله مجاهد، د طالبانو ویاند، وایي: «په افغانستان کې هېڅ خودسره ډله شتون نلري. د داعش پر وړاندې زموږ مبارزه په موثریت سره مخ ته تللې ده او د مبارزې لپاره .»

که څه هم طالبانو د سراسري امنیت ادعا کوله، خو په تېرو پنځو ورځو کې پرله پسې بریدونو لکه، په کندز کې د پنځه ورځې وړاندې ځانمرګي برید څخه نیولې بیا درې ورځې وړاندې د ښار جوړونې وزارت مخې ته ځانمرګی برید او د تخار د احصایې او معلوماتو په اداره او سمنګان ولایت کې پرونۍ دوه چاودنې، د دوی همیشنۍ ادعا له ننګونې سره مخ کړې ده.