بیګم راډيو د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې تایید کړې، چې د طالبانو استخباراتي چارواکو د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کارکونکو سره یوځای د سې شنبې په ورځ ( سلواغه په ١٦مه) په کابل کې د دې رسنۍ په دفتر چاپه وهلې او د دوى له ځینو کارکوونکو یې پوښتنې ګروېږني وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بیګم راډيو د دفتر د تلاشۍ پر مهال، طالبانو د ښځینه خبریالانو کمپیوټرونه، هارډ ډرایوونه، اسناد او ګرځنده ټلېفونونه نېولى او د رسنیو دوه نارینه کارمندان یې هم له ځانه سره وړي دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له دې چاپې وروسته د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې دا رسنۍ د «رسنیو له مقرراتو د سرغړونې» له امله تړل شوې ده. طالبانو ادعا کړې چې بیګم راډيو د ګڼ شمېر رسنیزو سرغړونو سربېره، په بهر کې مېشته ټلوېزيوني شبکې ته پروګرامونه او محتوا چمتو کوله.
ياد وزارت همداراز اعلان وکړ چې د «د خپرونو له جواز څخه د ناوړه ګټې اخیستنې» له امله راډیويي پروګرامونه ځنډول شوي او فعالیتونه به یې «د اړوندو اسنادو او شواهدو د بشپړې بیاکتنې» پورې ځنډول شوي وي. طالبانو ټینګار کړی چې دا پرېکړه د دې رسنۍ د فعالیتونو په اړه د څېړنو او شته شواهدو پر بنسټ شوې ده.
بیګم راډيو د دې عمل په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې او په یوه خبرپاڼه کې یې ټینګار وکړ:«تر هغه چې زموږ همکاران خوشې نشي، موږ به د دوی د خوندیتوب په اړه د اندېښنو له امله په دې موضوع تبصره ونه کړو. خو موږ په رسمي ډول د اسلامي امارت (طالبانو) له چارواکو څخه غواړو چې زموږ همکاران ژر تر ژره خوشې کړي.»
بیګم راډيو د ۲۰۲۱ کال د مارچ په اتمه چې د ښځو د نړیوالې ورځې سره په سمون خوري په کابل کې د ښځو د پوهاوي د لوړولو په موخه تأسيس شوه. دا رسنۍ د ژورنالیست وحیده امان لخوا تاسیس شوې وه او د خپل تمویل یوه برخه یې د افغان ښځو لپاره د بیګم سازمان څخه ترلاسه کوله.
له درېیو کلونو څخه زیات وخت کیږي چې طالبانو په افغانستان کې په رسنیو او ژورنالیستیکو فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګولي دي، چې په هېواد کې یې د رسنیو آزادي سخته اغېزمنه کړې ده.