هغه افغان سنوبورډبازان چې واک ته د طالبانو د بیا راتګ وروسته له هېواده وتلي وو، اوس په فرانسه کې د دغه سپورټ د فعالیت اجازه ترلاسه کړه.
د فرانسې خبري آژانس راپور ورکړی چې مصور خانزی او نسیمه زیرک، دوه افغان سنوبورډبازان اوس په فرانسه کې په دې برخه کې فعالیت کوي.
د راپور له مخې، مصور خانزی چې دوه کاله کېږي په فرانسه کې ژوند کوي، وایي: «سنوبورډ زما د ژوند دلیل و. که څه هم ما په خپل هېواد کې هر څه له لاسه ورکړل دا زما لپاره یو انګېزه ده چې خپل سفر ته دوام ورکړم.»
مصور خانزی په کابل کې لوی شوی. هغه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې چې امریکا خپل ځواکونه له افغانستانه وایستل ۱۸ کلن و. د امریکایي ځواکونو د وتلو له امله، د افغانستان د پخواني حکومت امنیتي ځواکونه ژر وپاشل شول او طالبان بېرته واک ته ورسېدل.
په هماغه وخت کې، خانزى د ۲۰ سنوبورډبازانو د یوې وړې ډلې آماتور افغان برخه وه.
د یادولو وړ ده چې، د طالبانو د واکمنۍ مخکې، که څه هم په افغانستان کې د ژمنیو سپورتي لوبو لپاره مناسبې اسانتیاوې یا روزونکي نه وو، خو سنوبورډ یوه شوقي لوبه وه. د دې لوبې لېواله کسانو د واورینو غرونو، لکه د هندوکش، سر ته د پورته کېدو تخنیکونه د یوټیوب ویډیوګانو له لارې زده کول.
خانزی وایي: «ورزش تل د سولې لپاره دی، نه د جګړې، خو طالبان يې نه خوښوي.»
د فرانسې خبري آژانس زیاتوي چې مصور خانزی او نور افغان سنوبورډبازان وروسته له هغې د فرانسې ویزې ترلاسه کړې، چې هغوی د دې هېواد له مسلکي سنوبورډ بازانو ویکتور داویت، سره په پاکستان کې یوې نړیوالې سیالۍ کې آشنا شول.
راپور زیاتوي چې د«سنوبورډبازان همبستګي» په نوم ټولنه، چې د ویکتور داویت له لوري اداره کېږي، په ۲۰۲۲ کال د مني (خزان) په موسم کې، اوو تنو افغان سنوبورډ بازانو سره د فرانسې ویزې ترلاسه کولو کې مرسته وکړه.