افغانستان

په کابل کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې ډزو یوه تن وژلی

د رویټرز خبري آژانس د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د خبرپاڼې په حواله راپور ورکړی چې په کابل کې د یوناما په دفتر کې په ډزو کې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د دې راپور له مخې، یوناما ویلي چې په دې پېښه کې د طالبانو غړي ښکېل وو، او پلټنې لا هم روانې دي.

یوه سرچینې د دې پېښې په تاییدولو آمو ټلوېزیون ته ویلي، چې دا ډزې یکشنبه له غرمې وروسته د کابل په پلچرخي سیمه کې، د ملګرو ملتونو د دفتر له محوطې بهر شوې دي.

د سرچینې په وینا، دا ډزې د طالبانو د امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتې له امله رامنځته شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې له دې پېښې وروسته د ملګرو ملتونو د دفتر فعالیتونه مختل شوي، او کارکوونکو ته ویل شوي چې د دوشنبې په ورځ دفتر ته لاړ نه شي.

د معلوماتو له مخې، ټپي شوی کس د ملګرو ملتونو یو ساتونکی او د نیپال وګړی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.