سوداګري

طالبان: د ازبیکستان سوداګر د افغانستان د ډبرو سکرو د پیرودلو هوډ لري

د طالب چارواکو سره د ازبکستاني پلاوي د لیدنې انځور

د طالبانو تر ادارې لاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د ازبیکستاني سوداګرو یوه پلاوي له دوى سره په یوه ناسته کې د سوداګریز توازن د ساتلو په موخه د افغانستان د ډبرو سکرو د پېرلو لپاره چمتووالی ښودلى دى.

د دغې خبرپاڼې له مخې، دا لیدنه پرون (یکشنبه، د سلواغه ۱۴مه) په کابل کې ترسره شوې، او د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت او صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو هم په دې ناسته کې حضور درلود.

طالبان وایي، د خصوصي سکټور ملاتړ او د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا د دې ناستې اصلي موضوعات وو.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د سمنګان په ولایت کې د سمنټو فابریکې جوړول او په دواړو هېوادونو کې د سوداګریزو مرکزونو جوړول همداراز د طالبانو او ازبیکستاني پلاوي د بحث مهم موضوعات وو.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د بانکي محدودیتونو، د وېزو د ورکړې ستونزو، او د پیسو د انتقال خنډونو له امله له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ دی.

یوشمېر افغان سوداګر وایي، چې د طالبانو د حاکمیت نه‌مشروعیت او نړیوال بندیزونه د دوی سوداګریز فعالیتونه له جدي ستونزو سره مخامخ کړي دي.