نړۍ

پینتاګون د جنرال مارک میلي د ساتنې تدابير لغوه کوي

د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزارت د مارک میلي، چې د امریکا د پوځ د ګډو ځواکونو پخوانی رئیس دی او د احتمالي بریدونو پر وړاندې یې ساتنه کېدله، د ساتنې تدابیر لغوه کوي. تر دې مخکې، ډونلډ ټرمپ هغه د افغانستان د ځواکونو د ایستلو او تخلیې بهیر کې ګرم بللی و.

د فاکس نیوز د راپور پر بنسټ، د امریکا د دفاع وزیر پیت هيگست به د پینتاګون عمومي څارونکي ته امر وکړي چې ښاغلی میلي د جنرالۍ له رتبې هم د هغه د تنزيل موضوع په اړه څېړنې وکړي.

مارک میلی د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر په میاشت کې د امریکا د پوځ د ګډو ځواکونو له مشرۍ څخه استعفا وکړه، خو پټو خدمتونه لا هم د هغه ساتنه کوله، ځکه ایران ګواښ کړی و چې د ۲۰۲۰ کال په هغه برید کې، چې د ټرمپ په امر ترسره شو او د ایران د سپاه قدس قومندان قاسم سلیماني یې په عراق کې وواژه، غچ اخلي.

د يادولو وړ ده، چې جنرال مارک میلي د افغانستان د ځواکونو د «ناورين زېږوونکي» ایستلو په بهیر کې د رول له امله د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې له خوا استیضاح شوی و او په دې اړه یې ګواهي ورکړې وه.

بلخوا، ډونلډ ټرمپ د امریکا د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاينونو پرمهال مارک میلی د امریکا د پوځ له نورو قومندانانو سره یو ځای د افغانستان د ایستلو د بهیر مسئول بللی و ګواښ يې کړى و چې په دې بهير کې ښکېل کسان باید استعفا ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ، ډونلډ ټرمپ د جان بولټن (د ملي امنیت پخوانی سلاکار) او مایک پمپیو (پخوانی د بهرنیو چارو وزیر) امنیتي تدابیر هم لغوه کړل، چې د ایران له احتمالي بریدونو پر وړاندې یې ساتنه کېدله.

د امریکا چارواکو فاکس نیوز ته ویلي، چې پیت هېگست به د دفاع وزارت عمومي څارونکي ته امر وکړي چې یوه څېړنیزه کمېټه جوړه کړي، څو وڅېړي، چې آیا میلی باید د خپلې تقاعدۍ پر مهال د «د قوماندې د زنځیر د کمزوري کولو» له امله له خپلې جنرالۍ رتبې محروم شي که او نه.

ډونلډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ له لومړۍ دورې راهیسې له میلی سره ددې له امله چې دوه ځلې يې د چین د پوځ له آزادي غوښتونکي خلق قومندان جنرال لي زوئوچنګ سره تماس نېولی و، اختلاف لري.

باب وډوارډ او رابرت کاستا په خپل کتاب «خطر» کې ادعا کړې، چې میلی په هغه وخت کې لي ته ویلي وو:
«جنرال لي، زه غواړم تاسو ته ډاډ درکړم چې د امریکا حکومت باثباته دی او هر څه سم دي. موږ پر تاسو د برید نیت نه لرو او نه به کومه پوځي حمله وکړو.«

ټرمپ ویلي، چې هغه ته هیڅکله د دغو تماسونو په اړه نه و ویل شوي، او ادعا یې کړې چې میلی «به د خیانت له امله محاکمه شي، ځکه هغه د ولسمشر پسې شا چین ته معلومات ورکول او ويل يې نشو کولاى دا کار وکړو.»

مارک میلي څو ځلې د ټرمپ په اړه په عام محضر او خصوصي توګه خبرې کړې دي، او د وډوارډ په کتاب کې يې ټرمپ «احمق» او «فاشیست» بللی دی.