سپینه ماڼۍ اعلان کړی چې کولمبیا د «هرډول محدودیت پرته» د هغو ناقانونه کډوالو منلو په ګډون چې د پوځي الوتکو له لارې دغه هېواد ته لېږدول کېږي، د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ټولو شرطونو سره موافقه کړې ده.
د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې هوکړې له مخې « د نړیوالو بېړنیو اقتصادي اختیاراتو» قانون تر نامه لاندې وضع شوي تعرفې او تنظيم شوي بندیزونه به تر هغه وخت لاسليك نه شي، تر څو چې کولمبیا دا توافق نقض نه کړي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې ویزو هغه بندیزونه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کولمبیا پر چارواکو لګولي وو او همدارنګه د ګمرک او پولو ساتنې ادارې لخوا پرمختللې پلټنې به تر هغه وخته دوام وکړي، چې د کلمبیايي کډوالو لومړنی پرواز په بریالیتوب ترسره شي.
خبرپاڼه زیاتوي چې ډونلډ ټرمپ له ټولو هېوادونو هیله لري چې په بشپړ ډول د خپلو هغو اتباعو په منلو کې همکاري وکړي چې په غیرقانوني ډول په امریکا کې مېشت شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې کولمبیا مخکې له دې د هغو پوځي الوتکو د کېناستلو مخه نیولې وه چې ناقانونه کډوال یې بېرته لېږدول. دې اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د پام وړ دیپلوماتیکې ناندرۍ رامنځته کړې.
له دې وروسته، د امریکا ولسمشر د انتقامي اقداماتو یو لړ تدابیر اعلان کړل، چې پکې د درنو سوداګریزو تعرفو لګول، د کولمبیايي چارواکو د ویزو لغوه کول، د بارونو او کولمبیايي اتباعو د پلټنو سختول او پراخ مالي بندیزونه شامل وو.
ډونالډ ټرمپ د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پترو «نامحبوب سوسیالیست» وبالع او ټینګار یې وکړ چې دا پرېکړه د امریکا ملي او عامه امنیت لپاره ګواښ دی.
ټرمپ ویلي چې د کولمبیا پر وارداتي مالونو ۲۵ سلنه تعرفه وضع شوې او که دا حالت دوام وکړي، دا تعرفه به ۵۰ سلنې ته لوړه شي.
هغه زیاته کړه چې په نورو اقداماتو کې د کولمبیا د حکومت او د هغوی د ملاتړ کونکو د ویزو لغوه کول، د بارونو او اتباعو د امنیتي پلټنو زیاتول، او د کولمبیا پر حکومت د مالیې او بانکي بندیزونو لګول شامل دي.