د خوست ولایت ځایی سرچینو آمو ته ويلي چې طالبانو په دغه ولایت کې دېوالي اعلانات منع کړل.
د خوست ولايت ښاروالۍ کې د طالبانو چارواکي تاییدوي چې دوی د خوست د مرکز سړکونو کې پر دېوالونو او هغه ځايونو چې مالیه نه لري، اعلاناتو منع کړې دي.
په خوست کې طالبانو زیاته کړه چې دوی هغو کسانو ته چې د سوداګريزو مرکزونو، ښوونځیو او دفترونو پر دېوالونو اعلانات نصبوي؛ خبردارى ورکړى دى چې په رسمي ډول دې اعلانات نه ليکي، د سړغړونې په صورت کې به دوى «مجازات» شي.
له بلې خوا، یو شمېر خلک چې د خوست د مرکز پر دېوالونو یې خپل اعلانات نصب کړی دی وايي، چې په دغه ولایت کې طالبانو دوی ته امر کړى چې وروسته دې د ښاروالۍ له لارې د دې کار لپاره اقدام وکړي.
د دوی په وینا، طالبان به د هر پوسټر او تبليغاتي جملې په بدل کې له دوى پیسې ترلاسه کړي.