افغانستان

د کابل په یوه جومات کې د چاودنې له امله له شلو زیات کسان ووژل شول

ایمرجنسي روغتون، کابل.

د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ددې پېښې په تاییدولو سره په یوه ټویټ کې لیکلي چې دا چاودنه د لمانځه د ادا کولو پرمهال شوې او تلفات لري.

له بلې خوا، د کابل د ایمرجنسي روغتون مسوولین وایي چې له دې پېښې وروسته د پينځو ماشومانو په ګډون ۲۷ تنه چې په چاودنه کې ټپیان شوي وو دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.

ولسي سرچینې وايي چې دا چاودنه د کابل د اوولسمې حوزې اړوند خیرخانې سیمې په صدیقیه جومات کې شوې ده.

همداراز ویل شوي چې د صدیقیه جومات ملاامام مولانا امیر محمد په دغه چاودنه کې وژل شوی دی.

له خیرخانې څخه یوې سرچینې آمو ته وویل چې چاودنه ډېره زوروره وه او په خلکو کې یې وېره خپره کړه.

سرچینه زیاتوي چې په دغه چاودنه کې د سیمې له شلو زیات اوسېدونکي وژل شوي او لږترلږه اتلس نور تراوسه بې درکه دي. د هغه په وینا، ددې پېښې د ټپیانو شمېر هم زیات دی.

له چاودنې وروسته زیات شمېر امبولانسونه او پوځي موټر د پېښې په ځاي کې لیدل شوي دي.

سرچینې وايي چې ددغه جومات ملاامام چې په چاودنه کې وژل شوی یو ښه سړی و خو په کابل کې د القاعدې ډلې د مشر اېمن الظواهري له وژل کېدو وروسته یې وویل چې غواړي د دې کار په وړاندې اعتراض ترسره کړي.