نړۍ

ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له ننوتلو سره سم د کانګرېس پر ودانۍ د برید ۱۵۰۰ تورن کسان وبښل

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د لوړې له کولو وروسته او په سپینه ماڼۍ کې د بيضوي شکله دفتر ته د ننوتو سره سم خپل يو زرو ۵۰۰ ملاتړي چې څلور کاله وړاندې د امریکا د کانګرېس پر ودانۍ د برید په تور نېول شوي وو؛ وبښل.

رویټرز راپور ورکړی چې د دوشنبې په ورځ د متحده ایالاتو ولسمشرۍ ته د هغه د راستنېدو په څو ساعتونو کې، ښاغلي ټرمپ په چټکۍ سره د متحده ایالاتو پر حکومت د خپلې خوښې د تحمیلولو لپاره کار پيل وکړ.

د یادولو وړ ده چې د امریکا د کانګرېس پر ودانۍ برید د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په شپږمه وروسته له هغه وشو چې ډونلډ ټرمپ ټاکنې او اعلان شوې پایلې «جعلي» وبللې او پلویانو یې پر کانګرس برید وکړ چې د دواړو مجلسونو له خوا د هغه پایلو چې په کې جوبایډن د ټاکنو ګټونکی او د امریکا د ولسمشر په توګه اعلانېده د تایید مخه ونیسي.

د راپور له مخې، ډونلډ ټرمپ د خپلې لوړې راهیسې، د کډوالۍ د مخنیوي او د چاپیریال مقرراتو او د نژادي او جنسيت تنوع نوښتونو لغوه کولو لپاره یو لړ اجرایوي اقدامات هم لاسلیک کړي دي.

خو هغه د تعرفو د لوړولو لپاره چې د کمپاین یوه مهمه ژمنه وه؛ سمدستي اقدام ونه کړ. ښاغلي ټرمپ ویلي دي چې هغه کولی شي د فبرورۍ په لومړۍ نېټه پر کاناډا او مکسیکو باندې ۲۵ سلنه تعرفې او مالیات زیات کړي.

د هغه د ملاتړو د بښلو پرېکړه چې د متحده ایالاتو په پلازمېنه کې یې برید وکړ په يقيني ډول به پولیس، قانون جوړونکي او نور چې ژوند یې د امریکا د عصري تاریخ بې ساري پېښه کې په خطر کې وو؛ په غوسه کړي.

د پېښې په ترڅ کې شاوخوا ۱۴۰ تنـ پولیسو باندې بريد وشو. په دوی کې پر ځینو کیمیاوي موادو وشيندل شول او نور په پایپونو، قطبونو او نورو وسلو په نښه شوب. د ګډوډۍ پر مهال څلور تنه ووژل شول؛ چې د ټرمپ یو ملاتړی هم په کې شامل دی چې د پولیسو لخوا په ډزو ووژل شو.

د هغو کسانو په منځ کې چې دغه حکم تر پوښښ لاندې راځي د ښي اړخو وسله والو ډلو مشران سوګند ساتونكي او مغرور هلکان چې له اوږدې مودې د بند سزا تېروي، هم شامل دي.