د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر، مایکل ریګاس وایي چې د افغان کډوالو د لېږد د همغږۍ دفتر مسؤلیت به سیمهییزو دفترونو ته وسپارل شي.
نوموړي دا څرګندونې د امریکا د کانګرس په یوې استماعیه غونډه کې وکړې، چې د ۲۰۲۶ مالي کال لپاره د بهرنیو چارو وزارت د بودیجې په اړه ترسره شوې وه. هغه وویل چې دا دفتر لا هم د امریکا د ځانګړې کډوالي ویزې د دوسیو ارزونه او څارنه کوي.
خو ریګاس ټینګار وکړ چې دا چارې به نورې هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اصلاحاتو له مخې، سیمهییزو دفترونو ته ولېږدول شي، او د اسیايي چارو، په ځانګړې توګه د جنوبي او مرکزي اسیا څانګې ته به انتقال شي.
د نوموړي په وینا، د ټرمپ د ادارې له پیله تر اوسه، څه باندې ۱۲۰۰ کسان د امریکا د ځانګړې کډوالي ویزې له لارې منل شوي، او دا بهیر د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او مرکزي اسیا څانګې تر چتر لاندې روان دی.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا دا بهیر به دوام ومومي، وویل: «د موجودو معلوماتو له مخې، شاوخوا ۴۰۰ زره کسان له افغانستان څخه د SIV ویزې له لارې امریکا ته منل شوي. آسانې دوسیې تر ډېره حده پروسس شوې دي، خو اوس زیاتره پاتې دوسیې ستونزمنې دي، یعنې هغه کسان چې نه یې توان درلود یا یې اجازه نه درلوده چې د ارزونې مرحله بریالۍ تېره کړي. نو اوس له ډېرو پېچلو دوسیو سره سروکار لرو. فکر نه کوم چې راتلونکی کې به د منل شویو کسانو شمېر د پخوا په اندازه وي، خو ارزونه لا هم روانه ده.»
یاده دې وي چې د امریکا پخواني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د روان میلادي کال د جنورۍ په میاشت کې یو اجرایي فرمان صادر کړ، چې د امریکا د کډوالو د منلو یو لوی پروګرام یې وځنډاوه. دا کار د دې لامل شو چې زرګونه افغان کډوال – چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی و – له سفر سره سره، له امریکا ته د تلو محروم شي.
خو تازه، یوه فدرالي محکمې امر کړی چې د هغو افغان کډوالو د انتقال او بیا میشتېدو بهیر بېرته پیل شي، کوم چې متحدین یې بلل شوي او د امریکا پر ژمنو یې تکیه کړې وه. دا حکم یوازې هغو کسانو ته شاملیږي چې د جنورۍ تر ۲۰مې نېټې مخکې یې د سفر ټکټ اخیستی و او د امریکا د حکومت له خوا مشروط تأیید شوي وو.
