نړۍ

فلسطینیانو د حماس او اسرائیلو تر منځ د اوربند د هوکړې لاسليكول په جشن ونمانځه

انځور له رویټرز

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې په غزه کې د اوربند او د اسرائیلو او حماس تر منځ د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون خبر د خپرېدو سره هم مهاله فلسطینیان د غزې په تړانګه کې د هغه څه (د دښمنۍ د پای ته رسېدو او د ملګرو بېرته راستنېدلو)  چې دوی یې هیله درلوده نمانځلو لپاره راټول شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ، په غزه کې د جګړې له پیله تر اوسه د اسرائیلو په پوځي عملیاتو کې تر ۴۶ زره ډېر کسان وژل شوي، زرګونه نور ټپیان شوي او سلګونه زره نور بې ځایه شوي دي.

که څه هم دغه اوربند به له تاييد وروسته د راتلونکې اونۍ د یکشنبې په ورځ (د سلواغې لومړۍ نېټه) په رسمي توګه اعلان او عملي شي؛ خو د فلسطینیانو لپاره يې له وینو تویولو او وژنې پرته د ژوند د هیلو کړکۍ پرانېستې ده.

اسراٸيل او حماس، چې پر غزې واکمن دي، د قطر، مصر او امریکا په منځګړیتوب پرون (چهارشنبه، د مرغومي ۲۶) د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د خوشې کولو تړون لاسلیک کړ.

په دې تړون کې په شپږو مياشتو کې د غزې له تړانګې څخه د اسرائیلي ځواکونو تدریجي وتل چې په بریدونو کې لسګونه زره کسان وژل شوي دي، اوربند او د حماس لخوا د یرغمل شوي بندیان په بدل کې د فلسطیني بندیانو خوشې کول شامل دي.

د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په دوحه کې په یوه خبري کنفرانس کې ويلي چې دا اوربند به د راتلونکې اوونۍ د یکشنبې په ورځ نافذ شي. د هغه په وينا مذاکره کوونکي د اسراٸيلو او حماس سره د هوکړې د عملي کولو په موخه نورو ګامونو کار کوي.

یوه اسرائیلي چارواکي چې نوم یې نه دی خپور شوی ویلي: «د اسرائیلو له لوري د دغه تړون منل به تر هغه رسمي نه وي تر څو چې د دغه هیواد د امنیتي کابینې او حکومت له خوا تصویب او د پنجشنبې په ورځ پرې رایه اچونه ونه شي.»

غبرګونونه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د خوشې کېدو هرکلی کړی او پر اسرائیلو او حماس یې غږ کړی چې پر خپلو ژمنو ودرېږي او ډاډ ترلاسه کړي چې دا تړون په بشپړ ډول عملي کېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د خبرو اترو له لارې د فلسطيني دولت رامنځته کول د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د امنيت او سولې د ټينګښت لپاره يو بېړنى لومړيتوب وباله.

د ملګروملتونو سرمنشي همدارنګه د غزې په جګړه او د فلسطین د مسئلې په ښکېلو خواوو او شریکانو غږ وکړ چې له دغه فرصت څخه په استفادې سره د فلسطین، اسرائیلو او پراخې سیمې لپاره د ښې راتلونکې لپاره د باور وړ سیاسي لاره پیدا کړي.

په ورته وخت کې د ترکیې او سعودي عربستان په ګډون د نړۍ یو شمېر هېوادونو د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند د هوکړې هرکلی کړی او د هغې پر بشپړ تطبیق یې ټینګار کړی دی.