کډوالي

په درېو ورځو کې له ایران او پاکستان څخه تر ۱۵۳۰۰ زیاتې کورنۍ ایستل شوي دي

د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر خبري آژانس د راپورونو پر بنسټ، د آمو موندنې څرګندوي چې د چنګاښ له ۱۹مې تر ۲۱مې نېټې، له ایران او پاکستانه ۱۵ زره او ۳۰۱ افغانې کورنۍ ایستل شوي دي.

په دغو موندنو کې راغلي، چې په دغه درې ورځني مهال کې ۱۴ زره او ۸۶۲ کورنۍ له ایران او ۴۳۹ نورې کورنۍ له پاکستانه، یا خو په جبري ډول یا په داوطلبانه توګه افغانستان ته ستنې شوې دي.

د ورکړل شويو شمېرو له مخې، ۲۷۰ کورنۍ د تورخم له لارې، ۱۶۱ کورنۍ د سپین بولدک له لارې او ۸ کورنۍ د پکتیکا ولایت د «انګور اډې» له پوله هېواد ته داخلې شوې دي.

همداراز، ۴ زره او ۶۱۷ کورنۍ د نیمروز ولایت د پُل ابریشم له لارې، او ۱۰ زره او ۲۴۵ نورې کورنۍ د هرات ولایت د اسلام‌قلعې له پوله افغانستان ته راستانه شوې دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، چې ښایي د روان میلادي کال تر پایه درې میلیونه افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه شي.

ملګري ملتونه وايي، دغه وضعیت د افغانستان پر اوسني بشري بحران خورا سخت فشار واردوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازی عرفات جمال وايي، چې له ایران څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ایستلو کچه په ورځ ۵۰ زرو کسانو ته رسېدلی، چې ډېری یې له سختو سفرونو وروسته ستړي، سرګردانه او بې برخلیکه دي.