د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د چنګاښ ۲۱ – د ۸ بجو خبرونه

ملګري ملتونه وايي، چې له ایران څخه د افغانانو د جبري راستنېدو ورځنۍ شمېر، نږدې پنځوس زره کسانو ته لوړ شوی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازی عرفات جمال په یوه خبري ناسته کې وویل، چې له ایرانه د افغان کډوالو راستنېدل، اندېښمنوونکی دی او ټینګار یې وکړ، چې ډېری دغه راستنېدونکي له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو دغه لوړپوړی چارواکی همداراز وايي، چې افغانان له ایران څخه د اېستلو پر مهال، له بد چلند، سپکو سپورو او تاوتریخوالي سره مخ کېږي.

ورته مهال، یو شمېر راستانه شوي افغانان آمو ته وايي، چې اوس د خپل راتلونکي په اړه فکر وړې دي.