روغتیا

د سردار محمد داوود خان په روغتون کې څلورو ماشومانو د« بڼې د ناسم جوړښت» درملنې وشوه

انځور له آرشیف

په کابل کې د سردار محمد داوود خان روغتون چې اوس د طالبانو تر واک لاندې دی وايي، په دغه روغتون کې څلورو ماشومانود « بڼې د ناسم جوړښت» درملنه وشوه.

روغتون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ماشومان « د بڼې د پیدايښتي او کسبي ناسم جوړښت » سره مخ وو چې په بريالي توګه يې عملیات ترسره شول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه ماشومان «زموږ د راتلونکي ماشومانو خدماتو» موسسې لخوا ياد روغتون ته لېږدول شوي.

په افغانستان کې د بڼې د ناسم جوړښت ماشومانو احصایې او عوامل

دا په داسې حال کې ده، چې د شمېرو له مخې په افغانستان کې هر کال له دوه زرو څخه تر درې زرو پورې ماشومان دا ډول معلوليت سره زيږېږي.

ډاکټران وايي، په ماشومانو کې د دې روغتیايي ستونزې یو اصلي لامل «له خپلوانو سره واده» کول دی.

دغو ډاکټرانو همداراز وویل چې د امنیت او اقتصاد له اړخه ناوړه ټولنیز وضعیت، د امیندوارۍ پر مهال د میندو د سالمې تغذیې نشتوالی، د هوا ککړتیا او د میندو روغتیا ته نه پاملرنه په ماشومانو کې د دغه بدني ناروغیو نور لاملونه دي.