د غیرقانوني کډوالۍ یو قرباني د غیرقانوني کډوالۍ په لاره کې د ترافیکي پیښې په اړه کیسه کوي، چې هغه یې د «ژوند او مرګ» ترمنځ راوستی و.
هغه چې له آمو سره يې په مستعار (صفدر) نوم خبرې کړې، وايي چې پنځه کاله وړاندې يې غوښتل چې په غیرقانوني توګه ايران ته ننوځي. د دوی موټر په ایران کې چپه شو او هغه په سر او ملا سخت ټپي شو. صفدر وايي، په دې پېښه کې د هغه یو ملګری هم مړ شو.
پنځه کاله وړاندې صفدر د خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزو د حل په موخه ایران ته غیر قانوني سفر پیل کړ. خو په لاره کې د ایران خاورې ته د ننوتو سره سم د دوی موټر چپه شو. په دې پېښه کې صفدر سخت ټپي شو.
صفدر وايي: «څلور پنځه کاله کېږي چې په ایران کې د کرمان- بام پر لاره د قاچاقي لارو له یوه پلچک څخه یو موټر چپه شو، یو کس مړ شو، زه ټپي شوم د چا پښه ټپي شوه او د چا سر.»
د هغه ټپي جسد په سختۍ سره روغتون ته ولیږدول شو؛ د هغه په وينا، پنځو ډاکټرانو د هغه د درملنې غوښتنه رد کړه، خو په پاى کې شپږم ډاکټر د يوه ځانګړي شرط له مخې هغه مني. صفدر ټینګار کوي چې هغه په سر او ملا سخت ټپي شوی دی. هغه درد چې صفدر وایي اوس یې هم ځینې نښې لري.
هغه وايي «زه په حال نه وم، زما د خور زوی په ایران کې و، پنځه ډاکټرانو ته یې بوتلم، یوازې وروستی ډاکټر چې شپږم ډاکټر و، زه یې ومنلم. خو هغه وویل، که مړ شو زه دا تضمین نشم کولی، زه به جراحي وکړم. هغه عملیات کړي وو او زما له مغزو څخه منجمده (یخ شوې) وینه لرې کړې وه. هم زما سر او هم زما ملا.»
د صفدر مېرمن چې په مستعار ناهيد نوم یې له آمو سره خبرې کړې، هم د هغو ورځو په اړه وايي، چې د صفدر د روغتيايي حالت په اړه اندېښمنه وه هغه له ټپي بدن سره د ايران په نیمایي لار کې پاتې شوى و. ناهید ټینګار کوي، که څه هم خاوند یې د اقتصادي ستونزو د هواري لپاره غیرقانوني کډوالي پیل کړه خو د درملنې لګښت یې اقتصادي ننګونې لا پسې ډېرې کړې. هغع ننګونې چې تر نن ورځې ورسره مخ دي.
ناهید وايي: «زما خاوند قاچاق شو، موږ خالي لاس وو. له موږ څخه لاړ چې په ایران کې کار وکړم، هغه وویل چې د کورنۍ لګښت تامین کړم، ایران ته لاړو، ایران ته نږدې شو، موټر چپه، یوه اونۍ په سړک کې پاتې شو، هیڅوک نه وو. چې ورشي او رایې وړي، هیچا نه غوښتل چې لاړ شي، کله چې یې راوړ هم، ډاکټرانو نه لیده، ویل یې چې مړ کېږي، ژوندی نه پاتې کیږي.»
د ناهيد په وينا، په دې ترافيکي پېښه کې چې خاوند یې ټپي شوی و يو ځوان هم مړ شوى و ناهيد وايي؛ د خاوند د ټپي کیدو وروسته، د دوی لپاره د ژوند لګښتونه پوره کول خورا ستونزمن شوي.
هغه زياتوى: «د یوه لاس ټپي شوی و؛ یو بل تن په پښه ټپي شوی و، یو تنکی ځوان و، هغه په ایران کې مړ شو.»
د صفدر کیسه ښايي د غیرقانوني کډوالۍ په لاره کې د ستونزو او ننګونو يوه کوچنۍ برخه وي، هر هغه څوک چې د غير قانوني کډوالۍ تجربه لري د دې لارې د ننګونو ډېرې کیسې لري؛ لکه څنګه چې د غیرقانوني کډوالۍ ځینې قربانیان هم وايي؛ دا ستونزې د دې لامل شوې چې دوی نورو ته سپارښتنه وکړي چې د غیرقانوني کډوالۍ له لارې ډډه وکړي. او هیڅکله د انساني قاچاق په شبکو باور ونه کړي.