روغتیا

بېوزلي او بېکاري؛ بلخ کې رواني ناروغۍ هم زیاتې شوي

وړاندې هره ورځ شاوخوا ۳۰ رواني ناروغانو د ابو علي سینا بلخي روغتون ته مراجعه کوله، خو اوس دغه شمېره لږ ترلږه دوه برابره شوې ده.

په افغانستان کې د جمهوري دولت تر سقوط وروسته چې ورسره په دغه هېواد کې بېوزلي او بیکاري پراخه شوې، د رواني ناروغانو شمېر کې هم زیاتوالی راغلی دی.

د بلخ د ابو علي سینا روغتون د چارواکو په وینا، په دغه ولایت کې د رواني ناروغانو شمېر بېساری دی.

ددوی په خبره، وړاندې هره ورځ شاوخوا ۳۰ رواني ناروغانو د ابو علي سینا بلخي روغتون ته مراجعه کوله، خو اوس دغه شمېره لږ ترلږه دوه برابره شوې ده.

ددغه روغتون د عقلي او عصبي برخې متخصص ډاکر همایون مهمند وايي: «په خواشینۍ سره زموږ د هغو ناروغانو شمېر چې وضعیت یې بد دی او عصبي او رواني ستونزې یې زیاتې دي، ډېر شوی. وړاندې به موږ سره ۵۰ کسان بستر وو، خو اوس نږدې ۸۰ کسان بستري دي.»

بلخ کې د رواني ناروغیو ځینې ډاکټران ددغه ولایت د اوسېدونکو ترمنځ د رواني ناروغیو د زیاتېد په تایید سره وايي چې لامل یې د لوږې او صحي بحران او په تېره بیا د ځوانانو ترمنځ د بیکارۍ زیاتوالی دی.

په ورته وخت کې په وروستیو کلونو کې د جګړو له امله بد اقتصادي وضعیت، مهاجرتونه او کورنۍ ستونزې په بلخ کې د رواني ناروغیو د ډېرېدو نور لاملونه دي.

د عقلي او عصبي ناروغیو متخصص اشرف روان وايي، په افغانستان کې وروستیو بدلونونو پر خلکو ژور روحي او رواني اغېز کړی دی.

دی زیاتوي: «بې سرنوشتي، بیکاري او په هېواد کې بحراني وضعیت لامل شوی چې ترډېره ځوانان د ډېرو فشارونو له امله په رواني او عصبي ناروغیو اخته شي.»

په عصبي ناروغیو اخته کسان چې روغتونونو ته ورځي، هم له بیکارۍ او په هېواد کې د بېوزلۍ له پراخېدو شکایت کوي.

یوه ناروغ وویل: «وړاندې مې په یوه دفتر کې کار کاوه، ژوند مې هوسا و، ستونزې مې نه درلودې. خو کله چې وزګار شوم، ژوند راته تریخ شوی، له هرې خوا راباندې فشار دی. لږ پاتې چې لېونی شم.»

په ورته وخت کې په بلخ کې د رواني ناروغیو متخصصان وړاندیز کوي چې د خلکو اقتصادي ستونزو لپاره باید ځوانانو ته د کار فرصت برابر شي، کنه نو د رواني ناروغانو شمېر به لا ډېر شي.

له هڅو سره سره، ونه توانېدو په بلخ کې د طالبانو د چارواکو سره خبرې وکړو او د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د بېوزلۍ کچې راټیټولو په تړاو د هغوی نظر واخلو.