سوداګري

ایران وايي،له دوغارون بندر افغانستان ته د دغه هېواد په صادراتو کې ۳۱ سلنه زیاتوالی راغلی

د افغانستان او ایران تر منځ د دوغارون د پولې د دروازې انځور

د ایران د تایباد ښاروال مهدي شیردل وايي چې د روان هجري لمریز کال له پیل څخه د عقرب د میاشتې تر پایه پورې د تېر کال د همدې مودې په پرتله افغانستان ته د دوغارون له بندر څخه د دغه هېواد صادرات ۳۱ سلنه زیات شوي دي.

نوموړي د شنبې په ورځ (ليندۍ٢۴) د دغه هېواد رسنیو ته وویل: د روان کال له پیل څخه د لړم د میاشتې تر پایه یو میلیون ۷۰ زره ۴۳۷ ټنه مالونه له دوغارون بندر څخه افغانستان ته صادر شوي دي.

د ښاغلي شیردل په وینا د افغانستان بازارونو ته د صادراتو دغه اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۱ سلنه زیاتوالی ښيي. نوموړي هېواد ته د تېر کال د ایران د صادراتو اندازه په ډاګه نه کړه.

د تایباد ښاروال وايي، افغانستان ته د دغه هېواد په صادراتي توکو کې ډېری ساختماني توکي، تېل او مایع ګاز شامل دي.

مهدي شيردل وويل: « ۳۹ زره ١٧٨ ايراني او افغاني لاريو په دې اندازه مالونه ځاى پرځاى کړي او لېږدولي دي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په ټرانسپورټي برخه کې ٢٦ سلنه زياتوالى راغلى دى.»

ایران ته د افغانستان صادرات او د دوغارون پوله

نوموړی وايي، په همدې موده کې له ایران څخه د افغانستان د وارداتو اندازه ۶۵ زره ۵۹۴ ټنه وه، چې له دې ډلې ۶۳ زره ۵۴ ټنه یې دغه هېواد ته د افغانستان صادرات شامل دي. د ښاغلي شیردل په وینا، دا شمېرې د تېر کال د همدې مودې په پرتله اووه برابره زیاتوالی ښيي.

د یادولو وړ ده چې د دوغارون بندر له تایباد ښار څخه ۱۸ کیلومتره واټن لري او له افغانستان سره نږدې پروت دی چې د ایران له پنځو سترو اقتصادي دروازو څخه ګڼل کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اقتصادي چارو کارپوهان هېواد ته د وارداتو ډېرېدل د سوداګريز توازن ته زیانمن بولي او وايي چې دا کار به افغانستان په یو مصرفي هېواد بدل کړي.

په ورته وخت کې د هېواد یو شمېر اوسېدونکي هېواد ته د وارداتي توکو د وارداتو پر زیاتوالي نیوکه کوي او وايي چې په داسې حالت کې به د کار فرصتونه کم شي.

دوی په افغانستان کې د کار او عاید له کمښت هم شکایت کوي.

له بلې خوا د هېواد یو شمېر صنعتکاران افغانستان ته د وارداتو په ډېرېدو نیوکه کوي او د تولیداتو په برخه کې د دوی ملاتړ او د هېواد اقتصادي ځان بساينې غوښتنه کوي.