د افغانستان د کرېکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې لوبغاړي به د درې اړخېزو سیالیو په وروستۍ لوبه کې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې ولوبیږي.
دا لوبه به نن (یکشنبه، د ليندۍ۴) د کابل پر وخت سهار لس بجې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.
د هېواد د نولس کلنو کرېکټ ملي لوبډلې تر اوسه د پاکستان پر وړاندې یوه بریا او یوه ماتې او د متحده عربي اماراتو لوبډلې پر وړاندې یوه بریا خپله کړې ده.
دا د دې سیالیو په ګروپي پړاو کې د هېواد د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبغاړو وروستۍ لوبه ده او وروستۍ لوبه به دوه ورځې وروسته (سه شنبه، ليندۍ ۶مه) د افغانستان او پاکستان د لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
د دغو سیالیو موخه د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو ته د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د لوبډلو چمتو کول دي، چې د ليندۍ میاشتې په نهمه نېټه به په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.
دغه سیالۍ به د اسیا د اتو غوره لوبډلو په ګډون ترسره شي او افغان لوبډله به په دغو سیالیو کې د اتلولۍ د ګټلو له سيالانو څخه وي.
په همدې حال کې د افغانستان د کرېکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې اعلان کړی چې د دغې لوبډلې د منځني درجې لوبغاړی عزیزالله میاخېل د زنګون د ټپ له امله هېواد ته راستون شوی او په راتلونکو درې اړخېزو سیالیو او د اسیا د ځوانانو په کپ کې ګډون نه کوي.
يادولو وړ ده، چې روح الله عرب به په دې سیالیو کې د عزیزالله میاخیل پر ځای ولوبېږي.
د افغانستان د لوبډلې په جوړښت کې دا بدلون په داسې حال کې کېږي چې د هېواد له ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړي د سیمې په کچه د مهمو سیالیو په درشل کې دي او د راتلونکو سیالیو لپاره چمتوالى او د وړ لوبغاړو شتون ډېر اړین دى.