ورزش

ریال ماډرید یوونتوس ته یوه پر صفر ماته ورکړه

د ریال ماډرید د فوټبال لوبډلې د یوونتوس پر وړاندې ۱ پر صفر بریا خپله کړه او د ۲۰۲۵ د کلبونو د نړیوال جام سیالیو د یوڅلورمې پایلوبې پړاو ته ورسېده.

دا په زړه پورې لوبه د امریکا د میامي ښار په «هارډ راک» لوبغالي کې ترسره شوه، چې پکې ګونزالو ګارسیا په ۵۴مه دقیقه کې یوازینی ګول وواهه.

د یوونتوس ګول‌ساتونکي په دوهمه نیمه کې ډېر ښه وځلېد او د بېلینګهم او ډین هویسن ګول وهلو ته‌یې اجازه ورنه کړه، خو د ګارسیا پیاوړی سر وهنه دومره زورور و چې مخنیوی‌یې ناشونی و.

د ماډرید ګول‌وهونکی ۱۴ دقیقې وروسته له لوبې ووت او پر ځای‌یې کیلیان امباپه میدان ته راغی، چې له ګیسترو اینتراېتس (د معدې ناروغۍ) تر رغېدو وروسته‌یې لومړۍ لوبه وه.

د الونسو لوبډله به د دغه اونۍ په پای کې د بوروسیا ډورټموند پر وړاندې د څلورم پړاو سیالي ترسره کړي.