امنیتي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، اسراٸيلو نن سهار (شنبه، ليندۍ۳مه) د لبنان د پلازمېنې بېروت مرکز په نښه کړ.
که څه هم د دغو بریدونو د تلفاتو او زیانونو جزٸیات تر اوسه نه دي خپاره شوي؛ خو دا خبري اژانس وايي، هوايي بريدونه زورور و او د بېروت ځینې برخې یې ولړزولې.
د دغه راپور له مخې په عین وخت کې په بېروت کې د خطر زنګ ووهل شو او امبولانسونه د بسطا سیمې ته چې د چاودنو ځای بلل کیږی، حرکت وکړ.
عیني شاهدانو دغه خبري اژانس ته ویلي، چې نن سهار شاوخوا څلور بجې د بېروت ښار څو زورورو چاودنو ولړزاوه او دوو امنیتي سرچینو ویلي، چې په برید کې لږ تر لږه څلور راکټونه توغول شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، د لبنان د الجدید شبکې له خوا خپرې شوي ویډیوګانې یوه ویجاړه شوې ودانۍ او د هغې شاوخوا څو نورې ودانۍ چې سخت زیانمنې شوې ښيي.
د يادولو وړ ده، چې دا په تېره يوه اوونۍ کې د بېروت پر مرکزي سيمو د اسرائيلو څلورم هوايي بريد دى.
دا په داسې حال کې ده، چې د بېروت پر مرکز د اسرائیلو په هوايي برید کې د راس النباء په سیمه کې د حزب الله ویاند وژل شوی دی.
د روان کال په سپټمبر میاشت کې د اسرائیلو پوځ په لبنان کې د حزب الله پر ضد پراخ بریدونه پیل کړي چې تر اوسه یې د حزب الله د پخواني مشر په ګډون د دغې ډلې تر ټولو جګپوړي غړي په نښه کړي دي.