افغانستان

د چین ځانګړی استازی: په افغانستان کې تر ۲۰ ډېرې ترهګرې ډلې فعالې دي

China’s special envoy for Afghanistan, Yue Xiaoyong. File photo.

د چين ځانګړى استازى شيايو يو يونګ د بېجینګ د نړیوالو خبرو اترو له مرکز سره په مرکه کې ويلي چې په افغانستان کې له شلو ډیرې ترهګرې ډلې فعالیت کوي او د سیمې د نورو هیوادونو په څېر چین هم په دې اړه «اندېښمن»دی.

د  افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی وايي، چین په افغانستان کې د خپل نفوذ ساحې په لټه کې نه دی.

دغه جګپوړي چینايي ډیپلومات همدا راز ویلي چې «د یوه منلاري او ټول ګډونه حکومت رامنځته کول» د افغانستان لپاره د چین له تمو څخه یوه ده.

هغه زياته کړې«ډیری هیوادونه هلته ( افغانستان) کې د ترهګرۍ د امنیتي ګواښ په اړه هم اندیښمن دي. دا بیا د شل کلن بهرني اشغال (موجودیت) پایله ده. د امریکا او ناټو د شل کلن اشغال (موجودیت) په پیل کې هلته (افغانستان) کې یوازې یو یا دوه ترهګرې ډلې موجودې وې، اوس تاسو بېلابېلو شمېرو ته وګورئ، له شلو زیاتې ډلې شتون لري. موږ هم د چین لپاره؛اندېښمن یو.»

دغه لوړپوړي چینايي ډیپلومات د افغانستان په مسله کې د خبرو په دوام په یو ډول ټینګار وکړ چې هېواد یې د افغانستان لپاره د یوه «منځلاري او ټول ګډونه» حکومت تمه لري. هغه تمه چې ظاهراً د طالبانو د ذوق خلاف ده او دوی دا ډول وړاندیزونه لاسوهنه ګڼي

هغه وویل:«له همدې امله چين د سولې، دايمي سولې، ثبات او بيارغونې له لاسته راوړنو ملاتړ کوي او (لومړی) بايد د ملت او ملي سياست په جوړولو کې، (دویم) د هېواد منځلاری حکومت ټول ګډونه وي. د تضمین دریم نمبر دا دی چې نړیواله ټولنه باید د بشري مرستو او ممکنه پراختیایي مرستو چمتو کولو ته دوام ورکړي. څلورم، امنیت، په ځانګړې توګه سایبري امنیت، او پنځم، د هیواد د ګډ پرمختګ لپاره لاسونه سره یوځای کول.»

خو د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی وايي، چین نه غواړي د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او نه هم په دغه هېواد کې د خپل نفوذ ساحه غواړي

دغه لوړپوړي چینايي ډیپلومات د افغانستان په مسله کې د خبرو په دوام په یو ډول ټینګار وکړ چې هېواد یې د افغانستان لپاره د یوه «منځلار.ي او ټول ګډونه» حکومت تمه لري. هغه تمه چې ظاهراً د طالبانو د ذوق خلاف ده او دوی دا ډول وړاندیزونه لاسوهنه ګڼي.

هغه زیاته کړه:«چين به هيڅکله د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او هيڅکله به په افغانستان کې خپلې ګټې ونه لټوي او هيڅکله به د نفوذ ساحه ونه لټوي.»

دغه چینايي ډیپلوماټ په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته په اشارې سره ټینګار کوي چې که څه هم د ښځو او نجونو وضعیت یوه مهمه مسله ده؛ خو د ده په باور دا د افغانستان ټوله ستونزه نه ده.

هغه وویل:«د ښځو د مسئلې په اړه، دا هغه مسله ده چې نړۍ، ګاونډیو او د سیمې هېوادونو یې په اړه خپله اندېښنه ښودلې او لا هم یوه مهمه مسله ده. خو دا د افغانستان ټوله ستونزه نه ده. او همدارنګه دا لا تر اوسه د افغانستان د ستونزې اصل یا ریښه نه ده. موږ باید د افغانستان ښځو ته ارزښت ورکولو ته دوام ورکړو، همداراز باید په ګډه کار وکړو تر څو نړیواله ټولنه له افغانستان سره د لا زیاتې سوداګرۍ، پانګونې، د بیارغونې په برخه کې د ګډو هڅو ترڅنګ، د بیړنیو او غوره، د بشردوستانه ناورین په توګه د افغانستان د ننګونو په اړه، احتمالي قحطۍ، کډوالو او د ترهګرو په ګواښ تمرکز وکړو

خو د طالبانو د وياند مرستيال د چين دغه اندېښنې بې ځایه بللې دي

«هغه زیاته کړه:« فغانستان له چين سره ښې اړيکې لري، د باور ښه فضا رامنځته شوې، د دواړو هېوادونو (چين او طالبانو) ترمنځ اړيکې په بېلابېلو برخو کې د پراختيا په حال کې دي او دا اندېښنه چې په افغانستان کې خپلسرې ډلې شتون لري، بې ځایه ده. افغانستان خوندي دی»

د دغو څرګندونو په غبرګون کې یو شمېر هېوادوال او د بشري حقونو فعالانې ټینګار کوي، چې د افغانستان په مسئله کې د نړۍ مهم لومړیتوب باید د هېواد د بشري حقونو مسله په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د کار او زده کړو حق وي.

د کارپوهانو په وینا، چین طالبانو ته یو له نږدې دولتونو دی، خو دا ډول امنیتي اندېښنې او طالبانو ته د بیجینګ سپارښتنې ښايي له طالبانو سره په راتلونکو خبرو کې د چین لومړی ګام وي.