فرهنګ او هنر

په بدخشان کې د قهويي خرس ښکاريان ونیول شول

طالبان وايي، په بدخشان ولايت کې يې دوه تنه د قهويي خرس د ښکار کولو په تور نيولي دي.

په دغه ولايت کې د طالبانو تر واک لاندې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، چې دغه کسانو په شکي ولسوالۍ کې دغه خرس ښکار کاوه.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په ټولنیزو شبکو کې داسې عکسونه لاس په لاس کېدل چې د يو ښکار شوي خرس شااوخوا پکې یو شمېر کسان ښکارېدل.

طالبانو ویلي چې دا عکسونه د بدخشان د شکي ولسوالۍ اړوند دي او شپږ تنو د قهويي خرس له ښکار وروسته یو یادګاري عکس اخیستی دی.

قهويي خرس په هېواد کې یو له نادره حیواناتو څخه دی چې تر ډېره د بدخشان په غرونو کې ژوند کوي.

دغه نادره حیوانات له تېرو کلونو راهیسې په دغه ولایت کې د ځايي اوسېدونکو له خوا ښکار کېدل، چې په هېواد کې یې د قهويي خرسانو د ورکېدو په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې دي.