ورزش

د سپین غر پړانګانو د شپږیزې کریکټ لیګ اتم دور اتلولي خپله کړه

سپین غر پړانګانو وړاندې هم دوه ځلې د شپږيزې کرېکټ ليګ اتلولي ګټلې وه. عکس د افغانستان کریکټ بورډ

په افغانستان کې د شپږیزې کریکټ لیګ پایلوبه کې سپین غر لوبډلې بُست ساتونکو ته په ماتې ورکولو سره د اتم دور سیالیو اتلولي وګټله.

سپین غر لوبډلې دغه لوبه د اتو منډو په توپیر وګټله. سپین غر پړانګانو وړاندې هم دوه ځلې د شپږيزې کرېکټ ليګ اتلولي ګټلې وه. د سپین غر پړانګانو لومړۍ منډې وکړې او د ۱۸۸ منډو په ترسره کولو یې بُست ساتونکو ته ۱۸۹ مڼدې هدف وټاکه.

د بُست لوبډلې کپټان حشمت شهیدي که څه هم ښه وځلېده او پنځوسیزه یې ووهله خو لوبډله یې و نه توانېده چې ټاکلی هدف بشپړ کړي.

د سپین غر پړانګانو له لوري عثمان غني ۶۹، نجیب الله ځدراڼ ۴۵، عابد محمدي ۲۹ منډې وکړې. د پايلوبې د غوره لوبغاړي جايزه عثمان غني ترلاسه کړه چې پنځوسیزه یې وهلې وه.

د شپږیزې سیالۍ له ۲۰۱۳ کال راهیسې هر کال ترسره کېږي او د افغانستان کورنۍ لوبډلې پکې لوبېږي. یوازې تېر کال د ځینو ستونزه له امله دغه لیګ ترسره نه شو.

اتو لوبډلو مس عينک اتلان، امو نهنګان، بندامیر ښاماران، بُست ساتونکي، سپين غر پړانګان، کابل بازان، هندوکش او پامیر زلمي د شپږيزې کرېکټ لیګ کې برخه اخیستې وه.

افغانستان کې د شپږیزه کرېکټ لیګ سیالۍ د چنګاښ په ۲۷مه د کابل کرېکټ نړیوال میدان کې پیل شوې وې او په پام کې وه سبا پایلوبه ترسره شي، خو دا چې د ملي لوبډلې لوبغاړي ایرلنډ ته په سفر ځي، یوه ورځ مخته ترسره شوه.

په پام کې ده افغانستان د روانې اګست میاشتې په نهمه ایرلنډ سره شل اویزو لوبې ترسره کړي.