د روغتیا نړیوال سازمان په خپل اونیز راپور کې ویلي، چې د روان زیږدیز کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د ګوزڼ ۲۳ پېښې ثبت شوې دي.
د دغه راپور له مخې، سږ کال د ګوزڼ ۷۱ پېښې ثبت شوې، چې ۲۳ یې په افغانستان او ۴۸ یې په پاکستان کې دي.
تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي وو، چې د روان هجري لمریز کال د تلې میاشت کې په کندهار او هلمند ولایتونو کې د پولیو درې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
دغه اداره وايي، د پولیو دوه مثبتې پېښې د کندهار په میوند او غورک ولسوالیو او یوه بله مثبته پېښه د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.
په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان د روانې میاشتې د دوهمې اونۍ په خپل راپور کې ویلي، چې په هلمند ولایت کې هم د پولیو یوه نوې مثبته چاپیریالي پېښه ثبت شوې ده.
د دغه راپور له مخې، له دغې نوې پېښې سره افغانستان سږ کال د چاپیریال د پولیو ۸۵ مثبتې پېښې شوې دي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د پوليو دغه مثبته پېښه د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې ثبت شوې ده.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني دوه هېوادونه دي چې د پولیو مثبتې پیښې پکې ثبت شوي دي.
سرچینې له دې مخکې آمو ته ویلي و چې طالبانو په هلمند او کندهار ولایتونو کې کور په کور د پولیو د واکسین کمپاین درولی دی.