نړۍ

پلوسي: امریکا غواړي تایوان آزادي ولري

نانسي پلوسي او د تایوان ولسمشره

د امریکا د کانگرس د استازو جرګې رئیسه نانسي پلوسي چې په یوه بېساري سفر تایوان ته تللې ده، وايي چې واشنګټن غواړي تایوان تل آزادي او امنیت ولري او امریکا به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

مېرمن پلوسي د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې د تایوان له ولسمشرې تسای اینګ –ون سره راڅرګنده شوه.

هغې وویل، امریکا له اوسني وضعیته ملاتړ کوي او نه غواړي جې د زور له لارې کوم څه پر تایوان تحمیل کړي.

په ورته وخت کې د تایوان ولسمشرې وویل، دوی هم په ټول تایوان کې د اوسني وضعیت ساتلو ته ژمن دي او د چین پوځي مانورونه چې د مېرمن پلوسي له سفر سره پيل شوي، غیرضروري غبرګون بولي.

چین او روسیې د مېرمن پلوسي پر سفر نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا سفر به په سیمه کې د ټیکاو په ګټه نه وي.