د سیکای خبري شبکې د سپورت برخې خبر ورکړی چې د طالبانو د واک ترلاسه کولو وروسته د ښځو پوهنتونونو، تر شپږم ټولګي پورته ښوونځيو، پارکونو او دفترونو ته د ښځو پر ورتګ د بندیز سربېره د ښځو پر ورزش هم بندیز لګولى او ځینې ښځینه ورزشکارانې یې مجبورې کړې خپل د سپورټ جامې وسوځوي ترڅو ونه پیژندل شي.
د يادونې وړ ده، چې د طالبانو تر بيا واکمنۍ وروسته د افغانستان د ښځينه کرکټ لوبډلې له هېواده وتلې او پاکستان ته يې پناه وې وړه، بیا دوی د استرالیا بیړنۍ ویزې ترلاسه کړې او ډیری یې اوس په دغه هیواد کې ژوند کوي. خو له درېیو کلونو وروسته هم د دوی وضعیت همداسې پاتې دی او د سکاى په وینا دوی همداراز له نړیوالې ټولنې مایوسه دي.
د دغه راپور له مخې، د بښنې نړیوال سازمان هم د کرېکټ له نړیوالې شورا (اى سي سي) غوښتي چې د افغانستان د ښځو د کرکټ ملي لوبډلې وضعیت ته پام وکړي او ددې لوبډلې ملاتړ ته دوام ورکړي.
تر دې مخکې د بښنې نړیوال سازمان د اقتصادي او ټولنیز عدالت مشر سټیفن کاکبرن ویلي وو: «د افغانستان د ښځو د کرېکټ ټیم د دې هېواد د ښځو سمبول دی او د کرېکټ نړیواله ټولنه د دغو مخکښو ورزشکارانو د ملاتړ په خاطر د هغوی د ملاتړ څرګندوي. دا ملاتړ کولای شي د دې مېرمنو سره د وحشتناک چلند په غندلو کې د نړیوالې اجماع قوي پیغام واستوي.»
هغه زیاته کړه: «درې کاله کېږي چې طالبان واک ته رسېدلي او د ښځو د حقونو او آزادۍ د له منځه وړلو لپاره یې یو یرغلیز پلان پیل کړى، دا واقعیا د اندېښنې وړ ده چې د کرېکټ ټیم د خپل خوندیتوب لپاره وطن پرېږدي، خو هغه څه چې ډیر د اندېښنې وړ ده دادى چې د افغانستان ښځینه کرېکټ لوبغاړې احساس کوي چې د آى سي سي او د کرېکټ نړیوالې ټولنې لخوا هېر او پرېښودل شوي دي.»
هغه زیاتوي چې آی سي سي د تبعیض ضد ارزښتونو ته ژمنتیا په سمه توګه منلې ده، باید د افغان مېرمنو زړور ټیم له پامه ونه غورځوي او د هغوی ملاتړ او مناسب رسميت پیژندنه پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۱ کال د نومبر په میاشت کې د کرېکټ د نړیوالې شورا مشر ويلي چې دا شورا ژمنه ده چې په افغانستان کې د نارینه او ښځینه کرېکټ د ودې ملاتړ ته دوام ورکړي.
د يادونې وړ ده، چې دا لومړى ځل نه دى، چې د بشري حقونو د بنسټونو له خوا دا ډول غوښتنه کېږي. په ٢٠٢٣کال کې، د بشري حقونو د څار سازمان هم د طالبانو تر واک لاندې د ښځو وضعیت «د جنسیتي تبعيض بڼه» وبلله.