روغتیا

ختیځو ولایتونو کې ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي

د ننګرهار حوزوي روغتون د ختیځ زون په کچه یواځني حکومتې روغتون دی چې خلکو ته د سیټي سیکن تقریبا وړیا معاینات کوي.

که څه هم له کلونو راهیسې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کنړ، ننګرهار او لغمان کې په دولتي کچه روغتیايي خدمتونه لږ و، خو د جمهوري دولت له سقوط سره دغه سکتور ډېر زیانمن شوی او ناروغان یې له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

اسماعیل توحید یار چې د کونړ مرکز اسعداباد اوسېدونکی دی خپله کوچنۍ لور د سر هډوکي سیټي سیکن معایناتو لپاره د جلال اباد حوزوي روغتون ته راوړې وه، آمو ټلویزیون ته وویل چې ددوی په ولایت کې آن ددغو ابتدايي معایناتو امکانات نشته.

ښاغلي توحیدیار وویل، د لور د سر هډوکی یې د کوټې چت پرېوتو په پېښه کې مات شوی، خو کله چې د اسعدآباد روغتون ته لاړل، نو ډاکټرانو د وسایلو نشتوالي له امله ننګرهار ته راجع کړل.

د ننګرهار حوزوي روغتون د ختیځ زون په کچه یواځني حکومتې روغتون دی چې د سیټي سیکن وړیا معاینات کوي.

د هغه په خبره، په ختیځ زون کې له ننګرهار پرته په بل هېڅ حکومتي روغتون کې هم سیټي سکن نه کېږي او بېوزله ناروغان نه شي کولی په خصوصي روغتونونو کې د معایناتو لپاره له پنځو زرو تر ۹ زرو افغانیو ورکړي. «دې ته د غریبو او بیچاره خلکو وسه نه رسیږي.»

که څه هم د ننګرهار په حوزوي روغتون کې د «سي ټي سکین» معاینات په بشپړه توګه وړیا ندي خو پنځه سوه افغانۍ چې له ناروغانانو اخیستل کېږي موخه یې دا ده تر څو د ماشین د خرابېدو په صورت کې یې بیا پرې ترمیم کړي، چې دغه لایحه ورته د عامې روغتیا ادارې له لوري ټاکل شوې ده.

د ننګرهار حوزوي روغتون د سي ټي سکن څانګې مسئول ډاکټر مبین وايي، نږدي درې ورځې وړاندې یې په دې روغتون کې په ډېرو هلو ځلو د دې روغتون پخوانی سي ټي سکن ماشین چې له کلونو راهیسې خراب و، بیرته ترمیم کړی.

هغه وویل، د ختیځو څلورو ولایاتو سربیره  د کابل سروبې ولسوالۍ، کاپیسا، لوګر، خوست او پکتیا ولایتونو نه هم ګڼ مریضان دې روغتون ته د سيټي سکن لپاره ورځي.

خو ډاکټر مبین زیاته کړه چې دوی دوی کم امکانات لري او په ۲۴ ساعتونو کې له لسو تر پنځلسو ناروغانو ته د سیټي سکن معاینات کولی شي، په داسې حال کې چې مراجعه کوونکي ډېر زیات دي.

«هغه عاجل مریضان چې د کوټي له سره لویدلې وي، یا هم ترافیکي حادثه وکړي، په مرمۍ ولګېږي، په چړو وهل شوي وي او یا کوما حالت کې وي، موږ ته راوړل کېږي.”

د ننګرهار اوسیدنکي او په ځانګړي توګه د لرو پرتو سیمو خلک هم د روغتیا په برخه کې له ګڼو ستونزو شکایت لري.

ددوی په خبره، کله کله داسې هم پېښېږي چې د لارې واټن ډېروالي له امله، ناروغ تر ښار نه رسېږي او په لاره کط ساه ورکوي.

د جلال اباد ښار یو اوسیدونکي محمد نادر وویل، نړیواله ټولنه باید خپلې بشردوستانه مرستې له سیاست سره ونه تړي او په وینا یې لکه څرنګه چې وړاندې يې د روغتیا په برخه کې کار کوه یو ځل بیا دې خپلې هڅې کړندۍ کړي.

هغه زیاته کړه: «موږ له نړیوالو موسسو او ادارو غواړو چې له افغانستان سره خپل کومکونه زیات کړي، ډېر بد وضعیت راغلی دی.»

 په ورته مهال خلک د خصوصي روغتونونو له مسوولنیو هم غواړي چې د سي ټي سکین او ورته نورو ګران بیه معایناتو قیمت دې د خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو خپل فیسونونه راکم کړي تر څو بې وزله خلک هم وکولی شي له روغتیايي اسانتیاوو برخمن شي.