ورزش

د هېواد د والیبال ملي لوبډلې د منځنۍ اسیا څلورو غوره لوبډلو ته لار پیدا کړه

د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا د اتلولۍ په څلورو غوره لوبډلو کې ځای خپل کړ.

د سیالیو په دې پړاو کې به د هېواد د والیبال لوبغاړي نن (پنجشنبه، لړم٣مه) د ازبکستان پر وړاندې د ولوبېږي.

د هېواد د واليبال د ملي لوبډلې مسوولين وايي، دغه لوبه په یادو سياليو کې د درېيم مقام د ترلاسه کولو په موخه ترسره کېږي.

د يادونې ده، چې د مرکزي اسيا د اتلولۍ لوبې د افغانستان په ګډون د منځنۍ اسيا د شپږو هېوادونو په ګډون ترسره کېږي.

دغه لوبې له یوې اوونۍ راهیسې د ازبکستان په کوربه توب په تاشکند کې پیل شوې دي.