ورزش

انګلستان د آروپا ملتونو د ښځو فوټبال جام اتل شو

ټویټر کې د انګلستان د ښځو لوبډلې له پاڼې عکس اخیستل شوی.

د انګلستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې په دې لوبه کې چې د یکشنبې په شپه په لندن کې ترسره شوه، تر یوې سختې سیالۍ وروسته د آلمان د ښځو ملي لوبډله ماته کړه او د اروپا د ښځو فوټبال جام اتلولي یې خپله کړه.

دا د اروپا د ښځو فوټبال جام دیارلسم دور و چې د انګلستان او المان لوبډلې پکې د لندن ښار په ومبلي لوبغالي کې په فاینل کې سره سیالي مخامخ شوې.

د انګلستان لوبډله چې په نهايي لوبه کې د کوربتوب له امتیازه برخمنه وه، وتوانېده په لومړیو کې د الاتون په یوه ګول سره تر آلمان مخته شي.

د لوبې په دوام کې د آلمان لوبډله د لینا مګوئل په یوه ګول سره وتوانېده په ۷۹ دقیقه کې لوبه مساوي کړي.

له دې ګول وروسته، آلمان پر سیالې لوبډلې فشار ډېر کړ او لوبه یو د یو پروړاندې په مساوي ډول پای ته ورسېده.

خو په اضافي وخت کې د انګلستان لوبډله د کلوئي کلي په ګول سره یوځل بیا مخته شوه او همدا ګول د انګلستان لپاره کافي وه چې د ۲۰۲۲ کال د اروپا ملتونو جام اتله شي.

انګلستان وړاندې تردې هم دوه ځله د دغه جام اتل پاتې شوی دی.