ساینس او ټکنالوژي

روسیه ۲۰۲۴ کال کې له نړیوال فضايي سټېشن څخه وځي

نړیوال فضايي سټېشن. عکس د ناسا

اوکراین سره د روسیې جګړې له دوام سره؛ مسکو ویلي چې غواړي په ۲۰۲۴ کال کې له نړیوال فضايي سټېشن څخه ووځي او د ځان لپاره بېل فضايي مرکز جوړ کړي.

د روسیې او آمریکا ستورمزلو د نړۍ له نورو ستورمزلو سره څنګ په څنګ له ۹۰مې لسیزې راهیسې په دغه سټېشن کې په بریالیتوب سره همکاري کړې ده.

خو اوس اوکراین سره د جګړې پر سر له غربي هېوادونو سره د اړیکو ترنګلېدو وروسته مسکو خبرداری ورکړی و چې د امریکا او د هغې د غربي متحدینو د بندیزونو په غبرګون کې غواړي نړیوال فضايي سټېشن پرېږدي.

د امریکا فضايي ادارې یا ناسا ویلي، تراوسه د روسیې ددې پرېکړې په اړه دوی ته په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي.

نړیوال فضايي سټېشن د نړۍ د پنځو فضايي سازمانونو په همکارۍ جوړ شوی او له ۱۹۹۸ کال رایسې د ځمکې په مدار کې څرخېږي.

له دې سټېشن څخه تراوسه د زرګونو څېړنو او فضايي ازموینو لپاره کار اخیستل شوی دی.