سوداګري

اټکل کېږي چې سږکال د هرات له باغونو ۱۵۰ زره ټنه انګور ترلاسه شي

هرات د انګورو د حاصلاتو له پلوه مشهور ولایت دی او ویل کېږي چې تر ۷۰ ډولو ډېر انګور لري.

په هرات کې د انګورو فصل پخېدو سره، اټکل کېږي چې په روان کال کې په دغه ولایت کې د انګورو له باغونو۱۵۰ زره ټنه حاصلات ترلاسه شي.

د هرات ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسئولین وایي، ۶۰ سلنه انګور به په همدې ولایت کې ممیز شي او بهر ته به صادر شي.

د هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست عمومي مدیر حمیدالله ناصري وایي، د دې ولایت د انګورو حاصلات د تېر کال په پرتله شل سلنه زیاتوالی ښيي.

په هرات کې سږکال د انګورو زیاتوالي خبره په داسي حال کې کيږي چې باغ لرونکي شکایت لري چې معیاري سړې خونې نه لري، حاصلاتو ته مناسب بازار نشته او هوايي دهلیزونه هم فعال نه دي چې انګور بهر ته صادر شي.

د هرات ولایت د سوداګرۍ خونې مشر بشیراحمد بهادري وایي، باغ لرونکي اندېښنه لري چې تازه انګور به یې خراب شي، نو ځکه غواړي چې ډېره برخه یې په ممیزو بدله کړي او پاتي نور په کم قیمت بازار کې خرڅ کړي.

باغ لرونکي له اړوندو مسئولینو غواړي چې په دې ولایت کې د دوی لپاره د انګورو ساتنې اسانتیاوي برابرې شي، ترڅو خپل تولیدات په لوړ قمیت وپلوري.

د هرات ولایت اوسېدونکی ارباب ګلاب وایي، په باغ کې ورسره د انګورو بېلابېل ډولونه لري خو نشي کولی هغه په مناسبه بیه نه خرڅ کړي. تمه مو دا ده چې مناسب بازار ته ورته پیدا شي.

د هرات ولایت یو بل باغ لرونکی محمد ناصر حیدري هم د مناسب بازار او سړو خونو له نشتوالي شکایت لري او وايي چې له همدې امله دوی له خپلو محصولاتو ښه عاید نه شي ترلاسه کولی.

ددغو بڼوالو په خبره، که په راتلوونکي کې مناسب بازار او سړې خونې برابرې نه شي، د دوی خوارې به په اوبو لاهو شي او د انګورو محصولات به یې هم لمنځه لاړ شي.

ویل کېږي چې اوسمهال په هرات کې تر ۷۰ ډوله انګور شته چې لوړ کیفیت لري خو د مناسب مارکیټ د نه موجودیت له امله د هېواد په داخلي بازارونو کې په ډېر ټيټ قمیت پلورل کېږي.

د هرات ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د شمېرو له مخې، د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د انګورو ۱۲ زره هکتاره باغونه شته او په پام کې ده چې ۱۵۰ زره ټنه حاصلات ترې ترلاسه شي. له دې ډلې به ۸۰ زره ټنه ممیزو شي او بازار ته به د خرڅلاو لپاره وړاندې شي.

په هرات ولایت کې د انګورو لپاره نامناسب مارکیټ د ممیزو د تولید او د انګورو د ساتني لپاره د سړو خونو او هوایي دهلیزونو نشتون هغه لاملونه دي چې په دې ولایت کې باغ لرونکو د انګورو لپاره خپلې ځمکې کمي کړي ترڅو پکې په کمه اندازه انګور وساتي.

د معیاري سړو خونو او د ممیزو خونو نشتوالی، کورنیو بازارونو کې د انګورو ټیټه بیه او صادراتو لپاره د هوايي دهلیزونو نشتوالی او ځینې نورې ستونزې سبب شوي باغ لرونکي او بزګران د خپلو ځمکو له حاصلاتو لږ عاید ترلاسه کړي.