سویلي آسیا

 د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیتونو بندیز ولګاوه

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت نن (یکشنبه) اعلان وکړ چې په ټول هېواد کې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیتونو بندیز لګولی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پربنسټ، د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه غورځنګ د بندیز لامل د «ملي ضد رواياتونو خپرول»، « ګډوډي» رامنځته کول او د هېواد «سوله او امنیت» ته ګواښ ياد کړى دى.

پښتون ژغورنې غورځنګ چې په پیل کې د «محسود ژغورنې غورځنګ» په نوم یادېده، د ۲۰۱۴ کال په مى میاشت کې په دېره اسماعیل خان کې د اتو زده کوونکو له خوا تاسیس شو.

د دې غورځنګ اصلي موخه د پاکستان په شمال لوېدیځ کې له وزیرستان او نورو جنګ ځپلو قبایلي سیمو څخه د ځمکنیو ماینونو پاکول وو.

دغه غورځنګ د ۲۰۱۸ کال په جولای کې هغه وخت شهرت ته ورسېد چې د نقیب الله محسود لپاره یې د عدالت غوښتلو لپاره کمپاین پیل کړ، چې په کراچۍ کې د یوه پولیس افسر له خوا په غير قانوني توګه ووژل شو.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې دغه بندیز د پاکستان د ۱۹۹۷ کال د ترهګرۍ ضد قانون له مخې لګول شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مدني ایتلاف دی چې د غیرقانوني وژنو، جبري بې درکه کولو او غیرقانوني توقیفونو پای ته رسولو په ګډون د قبایلي سيمو اوسېدونکو د حقونو لپاره مبارزه کوي. دغه حرکت تل د یوه حقوقي او حقیقت موندنې چوکاټ له لارې د دغو قضیو د عاملینو بر حساب ورکولو ټینګار کوي.

د دغه غورځنګ یو شمېر غړو د پاکستان د حکومت دغه عمل غندلی او دا یې د پښتنو پر وړاندې تبعیض ګڼلی دی.