سوداګري

په کابل کې د ابوحنيفه درېيم نندارتون پرانيستل شو

د « ابو حنیفه درېيم نړیوال نندارتون» د یکشنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) په کابل کې د څه باندې ۷۰۰ غرفو په شتون سره چې پکې به د اوو ورځو لپاره  کورني او بهرني تولیدات نندارې ته وړاندې شي، پرانیستل شو.

دغه نندارتون د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له خوا د هېواد د تولیدي توکو د ودې، د ملي پانګونې د جلبولو او د کورنیو او نړیوالو سوداګرو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په موخه جوړ شوى دى.

د طالبانو د رٸيس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په د دې ننداتون د پرانستې په مراسمو کې ويلي چې د افغانستان چاپیریال د پانګونې او سوداګرۍ لپاره «ډېر مناسب» دی.

دا نندارتون د افغاني محصولاتو د بازارموندنې او زیاتو لیدونکو ته د هغوی د معرفي کولو لپاره یو پلټفورم ګڼل کیږي.

عبدالغني برادر ددغه نندارتون د پرانستلو په مراسمو کې وويل: «دغه نندارتون کولاى شي د سوداګريزو اړيکو د پراختيا لپاره لاره هواره کړي. افغانستان د هر ډول پانګونې لپاره مناسب دی. ټول پانګه وال کولای شي په افغانستان کې له دې فرصت څخه ګټه واخلي.»

په دغه نندارتون کې د کرنيزو محصولاتو، ساختماني توکو، لاسي صنايعو، طبي او درمل جوړونې وسايلو په ګډون بېلابېل محصولات نندارې ته وړاندې شوي چې ټول يې په سلګونو غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

د طالب چارواکو په وینا، په دغه نندارتون کې د ۷۰۰ غرفو له جملې څخه لږ تر لږه ۲۰۰ غرفې د بهرنیو شرکتونو له خوا اداره کیږي.