افغانستان

جلال آباد کې پر یوه کور عملیات؛ طالبان د درېیو داعشیانو د وژلو ادعا کوي

طالبانو د وژل شوي او نیول شوي کسان رسنیو ته نه دي ښودلي. زمري ۴مه ۱۴۰۱

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د طالبانو استخباراتو تېره شپه په مرکز جلال آباد ښار کې پر یوه کور عملیات کړي.

طالبان ادعا کوي چې دوی د داعش ډلې اړوند کسان په نښه کړي او درې داعشیان یې وژلي دي.

دا عملیات داسې مهال د جلال آباد ښار په مجبور آباد سیمه کې شوي چې ښځې او ماشومان هم په کور کې وو. د طالبانو د سیمه ییزو سرچینو په خبره، استخباراتو، د دوو ښځو په ګډون شپږ کسان ژوندي نیولي دي.

ددوی په وینا، دغه کسان هغه مهال ووژل شول چې په وسله وال مقاومت یې لاس پورې کړ.

عیني شاهدان وايي، جګړه د شپې مهال د نږدې دوو ساعتونو لپاره روانه وه او کور په پشپړ ډول تخریب شوی دی.

کور په داسې وضعیت کې دی چې د ژوند لومړني وسایل هم پکې نه تر سترګو کېږي.

د مجبورآباد یوه اوسېدونکي محمد زمان چې د تېرې شپې عملیات یې په ګاونډ کې شوي، آمو ټلویزیون ته وویل، دغه کورنۍ شاوخوا یوه میاشت وړاندې دغه کور کې مېشت شوې وه او له ګاونډیانو سره یې راشه درشه نه لرله.

محمد زمان وویل چي ده ددغې کورنۍ نارینه یې هېڅکله نه دي لیدلي. هغه زیاته کړه: “ما نه دوی په مسجد او نه هم په کوڅه کې لیدلي. د شپې تیاره کې به راتلل او تیاره کې به بیرته تلل؛ نو نه پوهیږم چې وژل شوي کسان څوک دي او له کومي ډلې سره تړلي دي.”

د سیمې یوه بل اوسېدونکی زمری چې د ډزو له غږونو سره له خوبه راويښ شوی و، وايي، ده ولیدل چې طالبانو له کوره درې جسدونه راوایستل.

هڅه مو وکړه چې د کور له مالک څخه د دغې کورنۍ په اړه معلومات ترلاسه کړو، خو خپلوانو یې وویل چې طالبانو د پهلوان په نوم د هغه یو زوی له ځانه سره وړی دی.

بلخوا بیا د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د طالبانو د استخباراتو له قوله لیکلي چې په دغو عملیاتو کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه ژوندي نیول شوي. په اعلامیه کې ادعا شوي چې ددغو نیول شویو کسانو له ډلې اته تنه بهرنیان دي.

دا چې وژل شوي کسان د داعش ډلې غړي وو کنه، په اړه یې دقیق معلومات نشته. په رسنیو کې پر طالبانو دا نیوکه هم کېږي چې خپل مخالفین د داعش د داعش په نامه وژني، ترڅو له نیوکو سره مخامخ نه شي.

وړاندې هم د طالبانو ځواکونو په کابل او یو شمېر ولایتونو کې پر ځینو کورونو عملیات کړي او د داعش اړوند کسانو د وژلو ادعا یې کړې ده. خو ددغو کسانو هویت او عکسونه یې په رسنیو کې نه دي افشا کړي.